نورمان ایرنیسټ بورلوګ – Norman Ernest Borlaug

د ۱۹۱۴کال د مارچ میاشتې په ۲۵ نیټه د امریکا په سود لوا کې زېږېدلی او سپټمبر په ۱۲ نیټه په ۲۰۰۹کال کې د امریکا په دالاس تیکزاس کې مړ شوی.
بورلوګ د امریکا د کرنې ساینس پوه، د نباتاتو رنځپوه او په ۱۹۷۰ کال کې د سولې جایزه ګټونکی وو. بورلوګ دکرنې لپاره د ټکنالوژۍ بنسټ ایښودونکی او د کرنې انقلاب راوستونکی بلل کیږي چا چې د نړۍ د لوږې په کمولو کې لویه مرسته وکړه.
په ۱۹۴۲ کال کې د (University of Minnesota) پوهنتون کې د بوټو بیولوژي او د ځنګلونو له لوستنې وروسته د بوټو په رنځپوهنه کې پي اېچ ډي تر لاسه کړه. په ۱۹۴۲ کې ېې د (DuPont Company) سره کار پېل کړخو ډېر ژرېې د ( Rockefeller Foundation’s Cooperative Mexican Agricultural Program in Mexico) په مکیسکو کې د څېړونکي ساینسپوه په توګه د کار لپاره جلب شو تر څو د غنمو په اړه څېړنې وکړي. د همدې ادارې له لارې ېې د ۱۹۴۴ تر ۱۹۶۰کال پورې له هغو بزګرو سره کار وکړ چې غنمو ېې کم حاصل ورکاوه او ډېر وخت د افتونو ښکار کېدل. د دې څېړنو په پای کې ېې خلکو ته د بوټو د نسل اخستنې عصري طریقه ورزده کړه. پخوا وخت کې د غنمو ډنډري اوږده او نازک وو کله به چې غنمو ته سرې ورکول کېدې او خوشه به ېې درنده شوه نو ډنډری به ېې د خوشې د وزن له وجې مات شو بورلوګ د غنمو نوی نسل خلکو ته ور وپېژنده چې ډنډري ېې تر پخوانیو غنمو لنډ وو او د خوشې د وزن لاندې به ېې مقاومت کولای شو. دې طریقې په ځنې ملکونو کې شین انقلاب رامنځته کړ. وروسته پاکستان او هند دواړو هڅه وکړه چې بورلوګ د دوي ملکونه هم د غنمو او وریجو له کمي څخه په خلاصېدو کې مرسته وکړي. د (Rockefeller Foundation and the Food and Agriculture Organization of the United Nations (FAO) په مرسته او ملاتړ باندې بورلوګ د هند او پاکستان سره خپلې چارې پېل کړې. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د پاکستان او هند د غنمو په کچه کې بورلوګ ۶۰% زېاتوالی رامنځته کړ او بلاخره د ده چارو په پاکستان او هند کې یو بیلیون خلک له سوی تغذي او د لوږې په وجه له مرګ څخه وژغورل.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons