وېلوین چارلېز سټاکمېن – Elvin Charles Stakman

د مې میاشت په ۱۷ نېټه، کال ۱۸۸۵ د امریکا په الګوما کې زېږېدلی او د جنوري په ۲۲ نېټه کال ۱۹۷۹ سنټ پال مېن کې مړ شوی.
د امریکا د بوټو رنځپوه او روزونکی وو چا چې په غنمو او نورو د غلو فصلونو کې د مرضونو له منځه وړلو طریقې پېدا کړې او خلکو ته ېې وروپېژندلې. سټاک مېن لیسانس په ۱۹۰۶، ماسټري په ۱۹۱۰ او پي اېچ ډي په ۱۹۱۳ کې وکړه. په کال ۱۹۰۹ کې د بوټو د پاتولوجي په بخش کې چې نوې تاسیس شوې وه روزونکی شو. په کال ۱۹۴۰ کې د همدې ادارې ریس شو او تر تقاوت پورې ېې په همدې پوسټ کار وکړ. په ۱۹۴۱ کې د مکسیکو (Rockefeller Foundation) ادارې ته مشوره ورکوونکی او همکار وو تر څو د غنمو په تولید کې ښه والی رامنځته کړي په کال ۱۹۵۷ کې د خپلو څېړنو راپور د (Principles of Plant Pathology) په نامه او په کال ۱۹۶۷ کې د (Campaign Against Hunger) خپاره کړل.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons