Notostraca – نوټوسټراکا

په نوسټراکا ډله کې یوازې یوه کورنۍ ټرایوپسیډای (Triopsidae) شامله ده. د کلک پوسته یا کروستاسیا ګروپ دی. غړو ته یې سپر د اوبو ملخ او د چونګښې بچي ته ورته د اوبو ملخ (tadpole shrimp or shield shrimp) نومونه اخلي. ټاډ پول انګریزۍ د هر دوه ژواکي لکۍ لرونکي لاروا ته وایي. هوار کاراپاس یا کلکه کاسه لري. یوه جوړه ترکیبي سترګې لري. ګېډه یې اوږده ده او داسې ښکاري چې په برخو وېشل شوې. په انګرېزۍ کې د ارتروپوډ د لکۍ برخې ته (telson) نوم اخلي، د لکۍ برخه کې یې دوه اوږدې څانګې شوې برخې دي. نوسټراکا هر څه خوړونکي دي، د لنډمهاله اوبو او کمو ژورو بندونو په تل کې ژوند کوي. په چلند، مورفولوجي او فزیولوجي کې د بدلون له امله یې د ډولونو په کچه پېژندنه ستونزمنه ده، په چلند، مورفولوجي او فزیولوجي کې بدلون ته په انګرېزۍ کې (Phenotypic plasticity) وایي.

ټاډپول د اوبو ملخ

تشرېح
له ۲ تر ۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د مخکې لور پای کې یې تنه پراخ شوی کاراپاس یا کلکه کاسه لري. ګېډه یې نرۍ او اوږده وي. جوړښت یې د دوه ژواکو لاروا بچیانو ته ورته دی او له همدې امله ورته (tadpole) نوم اخلي. کاراپاس یا کلکې کاسه کې یې سر او بې خوځښته ترکیبي سترګې موجودې دي. دوه جوړه واړه انتنونه لري خو په ځینو ډولونه کې نشته وي. د خولې برخه یې یوازې (mandibles) لري او (maxillipeds) پکې نشته وي.

تنه یې د حلقو لویه برخه لري او ګمان کیږي چې د تنې برخې یې دي خو تل په برخو د وېشل شوې تنې ښودنه نه کوي. لمړۍ یولس کړۍ یا حلقې یې سینه جوړوي، هره کړۍ یې یوه جوړه پښې لري، وروستۍ کړۍ کې یې د تناسلي الې پرانیستې هم موجوده وي، په ښځینه کې په کڅوړې بدله شوې برخه وي. د پښو لمړۍ جوړه یې له نورو سره توپیر لري او ممکن د حسي غړي په توګه یې کاروي. نورې ټولې کړۍ یې ګېډه جوړوي. د یوه ډول په هر غړي او نورو ډولونو سره یې د کړیو شمېر توپیر لري. همداسې په هره کړۍ کې یې ځینې تر شپږ جوړو پورې هم پښې لرلای شي. سینه کې یې پښې غټې وي او د ګېډې لور ته وړې شوې وي. تر ټولو وروستۍ کړۍ یې بې پښو وي. ګېډه یې په لکۍ پای ته رسیږي. د ځینو د لکۍ د څانګو ترمنځ ګرد جوړښت موجود وي خو د نورو نشته وي.

د (Triops australiensis) ګېډه او ګېډه کې فیلوپوډوس پښو جوړې

د ژوند دوران
ځینې ډولونه یې د جنسي اړیکې له لارې د مثل تولید کوي، د ځینو ډولونو ښځه پرته له جنسي اړیکې د مثل تولید کوي، او ځینې ډولونه بیا دواړه ډوله چلند لري. کوم ډولونه یې چې د جنسي اړیکې له لارې د مثل تولید کوي نر یې له یوې پرانیستې سپرم پرېږدي او ښځه یې په کڅوړه کې ساتي، ښځه هګۍ همدې کڅوړې ته ازادوي، له القاح کېدو وروسته یې د لنډې مودې لپاره کڅوړه کې ساتي او بیا هګۍ اچوي. لاروا بچیان یې له مېټامورفوسیس یا د شکل له تغیر (metamorphosis) پرته په مستقیمه توګه وده کوي.

ایکولوجي
نوسټراکان هر څه خوړونکي دي. په وړو کبانو او انوسټراکا ځان تغذیه کوي. د نړۍ د ډېرو سیمو په تازه اوبو کې او د مالګینو اوبو په تالابونو کې پیدا کیږي. د (Triops longicaudatus) ډول یې په کلیفورنیا کې د شولو لپاره افت ګڼل کیږي ځکه چې رسوب شوي توکي د شولو پټیو کې شیندي او د وریجو تخم ته د وړانګو د رسېدو مخنیوی کوي.

فوسیل
د نوسټراکا فوسیلي یادون ډېر لوی دی، په هر ډول جیولوجیکي انبارونو کې موندل شوي. د نوسټراکا تر ټولو زوړ پېژندل شوی ډول (Strudops goldenbergi) دی (۳۶۵ میلیونه کاله وړاندې په بلجیم کې). د ټریاسیک او جوراسیک جیولوجیکي مودو فوسیل یې په قزاقستان او د چین په لویدیځ کې موندل شوی.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس برانکیوپوډا
فرعي کلاس فیلوپوډا
ډله نوټوسټراکا
د بند له تل څخه را غونډ شوی رسوب په کوم کې چې د (Triops longicaudatus) ګلابي هګۍ شاملې دي

اوس مهال کې ژوندي نسلونه

  • Lepidurus
  • Triops

فوسیل نسلونه

  • Strudops
  • Chenops
  • Jeholops
  • Weichangiops
  • Brachygastriops
  • Lynceites
  • Xinjiangiops

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons