پارو یا حیواني سره – Manure
پارو اورګانیک توکي دي چې د ځمکې د حاصلخېزۍ لپاره کاریږي. ځنې وخت خالص او ځنې وخت له پروړې او بوسو سره مخلوط وي. د فارم حیوانات د نایتروجن، فاسفورس او پوتاسیم ډېره برخه چې په خوړو کې خوري باطله کوي خو بیا هم د حاصلخېزۍ لویه سرچینه جوړوي. په ځنې ملکونو کې د انسانانو غایطه مواد هم د سرې په توګه کاریږي کوم چې د ځمکې تل کې اوبه هم ککړوالی شي. حیواني سرې کې د کیمیاوي سرې په پرتله پتاسیم، نایتروجن او فاسفورس کم وي او په همدې وجه باید تر کیمیاوي سرې زېاته وشیندل شي. یوازې یو ټن د غوییزو یا اس سره کې ۱۰ پونډه نایتروجن، ۵ پونډه فاسفوریک پینټوکسایډ او ۱۰ پونډه پوتاسیم موجود وي خو په اورګانیک توکو کې غني دي او په همدې وجه د خاورې وړتیا زېاتوي تر څو اوبه جذب او ذخیره کړي اوهمداسې خاوره له تخریب کېدو ژغوري. پارو په پټیو کې له شیندلو مخکې تل له باران څخه باید پټ وساتل شي ځکه چې که باران پرې ووریږي نو د پتاسیم او نایتروجن ډېره برخه ېې مینځل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!