پسرلیتوب – Vernalization
په مصنوعي توګه د یو بوټي یا تخم په سړه هوا کې ساتنه تر څو تخم ښه تولید وکړي او یا دغه نبات بې وخته غوټۍ وکړي. دغه طریقه ډېر وخت د معتدلو سیمو په بوټوترسره کیږي. دا طریقه د ژمي د موسم د غنمو لپاره هم کارېدلې تر څو ېې طبعي دوه کلنه موده له منځه یوړل شي او په هماغه کال کې حاصل ترې واخیستل شي. د غنمو لپاره تودوخه تر C 0° (32° F پورې کمیږي او بلاخره د دې لامل ګرځي چې په هماغه کال کې تر پسرلي پورې له غنمو حاصل واخیستل شي. او که چېرې دغه په سړه هوا کې ساتل شوی تخم یا بوټي د تودوخې لوړې درجې ته راوېستل شي برعکس پاېله لرلای شي چې دغه چاره د (Devernalization) په نامه یادیږي. همداسې د سوداګرۍ د پیازو ساتنه تقریبا په یخبندان یا صفر ته نږدې تودوخه کې کیږي. له ساتل کېدو وروسته په C 26.7° تودوخه کې د دوه یا درې هفتو لپاره ساتل کیږي او له دې وروسته کرل کیږي او کله چې دغه ساتل شوي پیاز وکرل شي سم د لاسه غوټۍ کولو ته چمتو وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!