Pinto – پینټو
پینټو هسپانوۍ کلیمه ده او مانا یې ” رنګ شوی ” ده. د اسونو کوم نسل نده بلکې د رنګ د ځانګړنې نوم ده. ځینې خلک ورته د (particoloured, pied, piebald, calico, and skewbald) اصطلاح ګانې هم کاروي. برګ یا ټاپې لرونکي اس ته وایي. د امریکا د هندیانو واړه اسونه تل پینټو رنګونه لرل او ډول یې بې ارزښته ګڼل کېده. کومې ادارې چې د اسونو د نسلونو مالومات ثبتوي د پینټو رنګ د اسونو ثبت کول رد کوي. په ۱۹۵۶ کې د دې اسونو د مالوماتو د ثبت لپاره (The Pinto Horse Association of America) اداره جوړه شوه او د هر نسل هغه اسونه چې پینټو رنګ لرونکي ګڼل کیږي په همدې اداره کې ثبت کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!