پیوند – Graft
د نیالګي کېښودنه کې، د یوې ونې یا بوټي غوټۍ یا تنکۍ لښته د بل بوټي په داخل کې یا ساقه کې پیوند کول، په داسې طریقه چې د دواړو ترمنځ یووالی رامنځته شي او په دې یووالي کې شریک ملګری وده وکړي. په انګریزي کې (bud grafting, grafting proper, scion grafting, approach grafting or inarching) اصطلاح ګانې هم ورته کاریږي. په بل بوټي کې د غوټۍ پیوند کول او لښته پیوند کول خپله کې توپیر لري ورته والی ېې داده چې دواړه په یو بوټي کې پیوند کیږي.
په عصري نیال کېښودنه کې پیوند کول د ډېرو نورو موخو لپاره هم ترسره کیږي: لکه د ټپي شوې ونې یا بوټي د ټپ رغونې لپاره، د لنډ قد ونې یا بوټي تولید لپاره، د بوټي یا ونې د مرضونو پر وړاندې د مقاوم کېدو لپاره، د مختلفې خاورې او اقلیم سره د بلدېدو لپاره، په یو بوټي یا ونې کې د څو ډوله میوې او یا ګلانو تولید لپاره او یا هم د یو بوټي خپرېدو یا د مثل تولید لپاره ځکه چې ځنې بوټي یا ونې یوازې د پیوند له لارې د مثل تولید کوي.
په تیوري کې وېل شوي چې هغه بوټي کوم چې خپله کې نږدې تړاو لري او بوټپوهنې له مخې د تبادلې ځای لري خپله کې سره پیوند کېدای شي. د یوې کورنۍ بوټي له یو بل سره پیوند کول ډېر وخت ناکام وي، د یو نسل بوټي له یو بل سره پیوند کې ډېر کم وخت ترسره کیږي، د یو ډول بوټي له بل ډول سره پیوند کوونه تل بریالۍ وي. ځنې وخت امکان لري چې هغه بوټي کوم چې د بوټپوهنې له مخې یو بل سره د تبادلې ځای نلري خپله کې پیوند کوونه بریالۍ شي. د دوه بوټو پیوند کې پېچلي ارواهي او د چاپېریال فکتورونه منځګړتوب کوي.
د یو بل منل یا سره جوړېدل او ذاتي تجانس مختلفې درجې لري: لکه د مڼې په بلوط کې پیوند کول سم د لاسه ناکامیږي. مڼه په ناک کې پیوند کول کېدای شي تر دوه کلونو پورې ښه وده وکړي خو له دوه کاله وروسته په تدریجي شکل له منځه ځي. ځنې د یاس ګلان د څو کلو لپاره د زیتونو د کورنۍ له یو بوټي سره چې واړه سپین ګلان لري او انګریزي نوم ېې (privet) ده پیوند کیږي خو په اخر کې مړه کیږي. همداسې زردالو له الوچې سره ښه او بریالۍ وده کوي او له همدې لارې د زردالو ډېر ډولونه لاسته راځي خو ښه وده ېې په لنده خاوره او سړه هوا کې کیږي.
کله چې د دوه بوټو یوالی رامنځته کیږي نو د دواړو سلولونه (callus) خپل منځ کې سسته یا مړاوې وده کوي. دا سلولونه په یو لوی ترکیب بدلیږي کوم چې د یووالي کرښه ټاکي چې ډېر وخت د دې کرښې په ګوته کول نا ممکنه چاره ده حتی په مایکروسکوپ هم نه شي کتل کېدای. که چېرې د پېوند ځای له وچېدو وساتل شي پېوند ډېر په چټکۍ سره وده کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!