چینامپا – Chinampa
دې ډول باغچې ته لامبو وهونکې باغچه هم وایي. وړکی بې حرکته مصنوعي ټاپو چې په تازه اوبو او یا جهیل کې د کرنې د موخې لپاره جوړیږي. چینامپان د پسوتي میلکو (Xochimilco) سیمه کې چې په جنوب غربي مکسیکو کې واقع ده د یوې درې پخوانی نوم وو او په همدې سیمه کې دا تخنیک وکارېده او تر اوسه پورې کاریږي. دغه ټاپو ګان له ۶ تر ۱۰ متره پورې پراخوالی او له ۱۰۰ تر ۲۰۰ متره پورې اوږدوالی لري. له دغو اوبو څخه د دې ټاپوګانو خاوره اورګانیک توکي اخلي او پرې کرل شوې کرونده تغذته کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!