کري سوورا – Chrysaora
د سمندري ناوې (جیلي فېش) نسل ده. د کلاس نوم ېې اېس سیفوزوا، د فیلوم (پلرونو) نوم ېې سینیدارایا ده. د نړي د ټولو ګرمو سیمو په سمندر کې پیدا کیږي. د چترۍ شکل لري، د بدن کچه ېې ۲۰۰ ملي متره (۸ انچه) ده. د چترۍ منځ کې د V شکل کې وړانګيز رنګ لري. د چترۍ رنګ ېې له لاندې خوا زېړ رنګه نصواري وي. د چترۍ شاوخوا زوړند تارونه (ټینټکل) ېې مختلف رنګونه لري. د چترۍ له منځه ېې څلور ډبل تارونه را زوړند وي دغه تارونه د دې حیوان خوله ده. نور ۲۴ تارونه د چترۍ حاشیه جوړوي او له دغو څلورو تارونو نري دي. کله چې بچي وکړي بچي ېې په بدن پسې نښتي وي دغه لاروای بچي چې کله غټ شي د میدوسا شکل ته بدلیږي. د کري سوورا خواړه نور پلانکټون حیوانات دي لکه د ارو چونجیان (سګیټا) او واړه پولیکیټ.
Comments
So empty here ... leave a comment!