کورنیلیس ورمویډن – Sir Cornelius Vermuyden
په کال ۱۵۹۵ کې، تولن په نېت کې زېږېدلی او په اپرېل مېاشت کې، کال ۱۶۸۳؟ کې مړشوی. د انګلستان انجنیر وو چا چې په انګلستان کې د هالنډ دودیزه سبزي کرنه دود کړه او د فینس کانال ېې جوړ کړ تر څو د انګلستان ټیټې سیمې چې دانګلستان په شرق کې دي پرې اوبه کړي.
د انګلستان د وخت پاچا چې لومړی چارلز وو په کال ۱۶۲۶ کې دنده ورکړه او لومړی چاره ېې د اکزولوم په جزیره کې هټفیلډ چیس له کانال ښکلو پېل کړه . د دغې پروژې مالي لګښت د انګریزانو او هالنډیانو لخوا په غاړه اخیستل شوی وو. دلته په دې وخت کې انګریزانو په هالنډي کار کوونکو حمله وکړه تر څو دغه پروژه پرې پای ته ورسوي کومې چې یوه ستونزه د انجنیرانو لپاره وزېږوله او هغه دا چې انجینرانو باید کار کړای وای او د کار کوونکو زېان ېې ګاللی وای. په کال ۱۶۳۰ کې ورمویډن د ګرېټ فینس د کانال وهلو قرارداد وکړ کومه پروژه چې په کال ۱۶۳۷ کې بشپړ شوه. د دې پروژې په اړه ځنې نورو انجینرانو دعوا وکړه چې په مناسبه توګه نده ترسره شوې. په کال ۱۶۴۲ کې، انګلستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شوه او پارلمان امر وکړ چې دغه کانال دې ړنګ شي تر څو د سلطنت ملاتړ کوونکو مخه ونیسي. په کال ۱۶۴۹ کې ورمویډن ته بیا پیسې ورکړل شوې تر څو دغه کانال ورغوي او په کال ۱۶۵۲ کې دې کانال تقریبا ۴۰،۰۰۰ هکتاره ځمکه اوبه کوله. په کال ۱۶۵۳ کې شوالیه افسر شو او په کال ۱۶۳۳ کې یو پلان ورکړل (دانګریزانو او هالنډیانو تر منځ اړیکې رغول) په دې پلان کې بریالی نشو.
Comments
So empty here ... leave a comment!