انډریومیکل – Andrew Meikle

په کال ۱۷۱۹، سکاټلنډ کې پیدا شوی. او د نومبر په ۲۷ نېټه، کال ۱۸۱۱ کې مړ شوی. د غوبل کوونکي ماشین مخترع ده. د ژوند په اوږو کې ېې ډېر د غلې لپاره میل جوړونې ته کار کړی. په کال ۱۷۷۸ کې ېې خپل لومړی د غوبل ماشین جوړ کړ. تر میکل مخکې یو بل کس هم په کال ۱۷۳۴ کې د غوبل کوونکي د جوړېدو هڅه کړې وه خو هڅه ېې نه وه بریالۍ شوې. میکل له دې پرته په هوا چلېدونکې ژرندې د څرخ لپاره داسې طریقه پیدا کړه چې په ډېر تېز باد کې هم دغه څرخ د ماتېدو او یا زېان لیدو پر ځای چټک تاو شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons