اووم لوست / فرانسوي

Les homophones
ورته غږ لرونکې کلیمې

– a – as – à
– on – ont – on n’
– et – est
– ou – où
– son – sont

; Le terme « homophone » vient du grec
هوموفون اصطلاح له یوناني اخیستل شوې ؛
.<< il signifie littéralement <<sonorité semblable
لغوي مانا یې “ورته غږ” ده.
Il s’applique donc à des mots qui se prononcent de la même manière
نو ځکه هغو کلیمو ته کاریږي کومې چې یو بل ته ورته تلفظ کیږي
mais qui ne s’écrivent pas de la même façon
مګر په ورته توګه نه لیکل کیږي
.et n’ont pas le même sens
او ورته مانا نه لري.
,Pour orthographier correctement ces mots
په سمه توګه د دې لغتونو د املا لیکلو لپاره،
il faut bien comprendre que leur nature est souvent
très différente
په دې پوهېدنه اړینه ده چې طبیعت یې له یو بل سره ډېر توپیر لري
et qu’ils n’ont généralement rien en commun
او په عامه توګه خپله کې ګډ هېڅ نه لري
.si ce n’est leur prononciation
که چېرې یې یوازې تلفظ نه وي (له ورته تلفظ پرته خپله کې هېڅ تړاو نه سره لري).

– a – as – à

? Je dois aller à Paris ce week-end. Viendras-tu
دې ویکېنډ کې زه باید پاریس ته ولاړ شم، ته راځې ؟
.Est-ce qu’il a peur des serpents ? Moi, j’en ai peur
هغه ماران ورک کړي ؟ زه وېره ترې لرم.
.Ce problème n’est pas difficile à résoudre, faites un effort
د دې ستونزې هوارول ستونزمن نه دي، یوه هڅه وکړئ.
? Est-ce que tu voudrais aller à Rome avec nous en juillet
په جولای کې مونږ سره روم ته ځې ؟ / په جولای کې مونږ سره روم ته تلل غواړې ؟
? Est-ce que tu as pensé à l’anniversaire de Julien
د جولیا د زوکړې د ورځې په اړه دې فکر کړی ؟
.Il n’y a pas de coquillage sur la plage. Je suis déçue
په سمندر غاړه کې صدف نشته. زه ناهیلې شوم.
.Je vais a à la plage cet après-midi avec les enfants
زه نن ماسپیښین له ماشومانو سره سمندرغاړې ته ځم.
! Ce n’est pas à moi de décider
زه پرېکړه نه کوم !
? Est-ce qu’il a mangé ce midi
هغه نن غرمه ډوډۍ خوړلې ؟

.Hélène a un chat et trois hamsters
اېلېن یوه پیشو او درې همسټر موږکان لري.
.Samedi prochain, Claude va à la plage
بله شنبه کلود سمندرغاړې ته ځي.
.Il a dix ans et moi j’en aurai douze le mois prochain
هغه لس کلن دی او زه به بله میاشت کې دولس کلن شم.
Je fais de la marche à pied
زه پیاده ګرځم.
.Moi, je préfère faire des balades à cheval
زه په اس ګرځېدل (چکر وهل) خوښوم.
.Michel a une maison en Normandie depuis trois ans
میشېل له درې کالو په نورماندي کې یو کور لري.
.Il donne à manger aux poules chaque matin
هغه هر سهار چرګانو ته خواړه (دانه) ورکوي.
.Marie part à New York pour ses études
ماري د خپلو زدکړو لپاره نیو یارک ته ځي.
Prendre la main dans le sac
ګیر کېدل، په موقع نیول کېدل.
.Eric a été pris la main dans le sac
ایریک په موقع ګیر شو.

.Toute la journée, la tempête a soufflé très fort
ټوله ورځ ډېر تېز توپان وو.
Surnommé perroquet de mer, le macareux moine a l’apparence d’un petit pingouin
د سمندر توتي نومول شوی، پوفین کوچني پېنګوېن ته ورته والی لري
.Les navires se sont mis à l’abri des bourrasques
بېړۍ له تېز لنډ توپاني باد څخه په پناه کې شوې.
.L’aigle royal a surgi en rase-mottes de derrière la crête
سرو زرو ته ورته زېړ باز د څوکې له شا په ټیټه ارتفاع کې را څرګند شو.
.Je préfère la vie à la campagne plutôt qu’en ville
زه د ښار په پرتله په کلي کې ژوند غوره ګڼم.
.Le cactus a des racines peu profondes, mais très étalées
ککتوس کمې ژورې ریښې لري خو ډېرې خپرې شوې وي.
! Ne t’inquiète pas, je reviendrai tout à l’heure
اندېښنه مه کوه زه ژر بېرته راځم.
.Le train a été retardé par une panne sur le réseau
رېل ګاډی په شبکه کې د ستونزې له امله ناوخته شو.
L’homme venait juste de rentrer d’un long périple à travers le Monde
سړی د نړۍ له اوږده سفره وروسته بېرته کور ته راورسېد.
.Depuis hier, je suis seule à la maison
له پرون څخه په کور کې یوازې یم.
.J’ai des courses à faire avant de vous rejoindre
تاسې سره له یو ځای کېدو مخکې سودا اخلم.
.On a toujours raison quand on refuse de réfléchir
مونږ چې کله فکر کول رد کړو نو تل په حقه اوسو.
.Apporte-moi tous les exercices que tu as à faire
ټول تمرینونه کوم چې ته باید حل کړې ماته یې راوړه.
.Je ne peux pas venir, j’ai trop mal à la tête
زه نشم کولای چې راشم، سر مې ډېر درد کوي.
.Je ne peux plus penser à toi sans pleurer
نور له ژړا پرته ستا په اړه فکر نشم کولای.
.Il va rentrer à dix heures
هغه په لس بجې کور ته راځي.
.Les enfants vont à l’école pour s’instruire
ماشومان ښونځي ته ځي چې زدکړه وکړي.
.Cette fille a de beaux cheveux longs
دا انجلۍ ښکلي وېښته لري.
.Il éprouve des difficultés à prononcer le français
هغه د فرانسوي په تلفظ کولو کې ستونزې لري / هغه د فرانسوي په تلفظ کولو کې ستونزې تجربه کوي.
.Je suis contente, mon fils a d’excellents résultats cette année
زه خوښه یم، زوی مې سږکال ښې پایلې ترلاسه کړي.
زه خوښه یم، زوی مې سږکال ښې نمرې ترلاسه کړي.
? as -tu visité le musée du Louvre
د لوفغ میوزیم ته تللې یې ؟ د لوفغ میوزیم زیارته دې کړی ؟
.L’année dernière je suis allé à Paris
تېر کال پاریس ته ولاړم.
.Tu as sans doute acheté des cartes postales
پرته له شکه چې تا پوست کارتونه اخیستي.
.Oui, et je les ai envoyées à mes amis
هو او ملګرو ته مې ولېږل.
.Je reviendrai te voir à la fin du mois
زه بېرته راځم د میاشتې پای کې درسره وینم.
.Je sais qu’il a encore des doutes
زه پوهېږم چې هغه تر اوسه شکونه لري.
.Carmen a très mal aux dents
د کارمېن غاښونه ډېر درد کوي.
.Je vais à Paris la semaine prochaine
زه بله اونۍ کې پاریس ته ځم.
.Mon frère a eu peur de te dire la vérité
زما ورور وېرېده چې ریښتیا درته ووایي.
.Mon chat a trouvé un meilleur endroit pour se cacher
زما پیشو د پټېدو لپاره یو تر ټولو ښه ځای پیدا کړی دی.
.Magalie a les yeux marron comme son père
مګلي د خپل په پلار په څېر قهوه اي یا نسواري سترګې لري.
.On a été surpris par la réaction de Pascal
مونږ د پاسکال په غبرګون حیران شو.
.Je peux démarrer la voiture à l’aide d’une manivelle
زه موټر د کرنک کیلي په مرسته لګولی شم.

.Maman a pelé les pommes
مور مې مڼې سپینې کړې.
.Elle veut faire une tarte à la crème
هغه به له کریمو جوړه کلچه پخه کړي.
.Mon chien a volé un os
زما سپي یو هډوکی غلا کړ.
.Il l’a caché à la cave
په تکاوي کې یې پټ کړ.
.J’ai acheté une machine à coudre
ما د جامو ګنډلو یو ماشین واخیست.
On a vu un avion atterrir
مونږ یوه الوتکه د ناستې کولو پرمهال ولیده.
.Mon copain a cueilli des cerises pour nous
زما ملګري زمونږ لپاره ګیلاس راوشکول.
.Il en a aussi donné aux autres enfants
نورو ماشومانو ته یې هم ورکړل.
.Quelqu’un frappe à la porte
یو چا دروازه وټکوله.
.Ma sœur a dix ans
خور مې لس کلنه ده.
.Elle apprend à cuisine
هغه دیګ پخول زده کوي.
.Elle pourra aider ma mère à préparer les repas
له مور سره به مې په ډوډۍ چمتو کولو کې مرسته وکړي.

.Le facteur a du courrier pour moi
پوسټ رسونکی زما لپاره خطونه لري.
? As-tu préparé ce que je t’ai demandé
ما چې څه غوښتي وو هغه دې چمتو کړل ؟
.J’ai mal à la tête depuis ce matin
له نن سهاره مې سر درد کوي.
.Il a fait beau hier, ce n’est pas le cas aujourd’hui
پرون هوا ښه وه خو نن د پرون په څېر حالت نه دی.
? Quel âge as-tu
ته څو کلن یې ؟
.Il y a le feu chez les voisins, les pompiers arrivent
د ګاونډیانو کره اور لګېدلی، اور مړه کوونکي را روان دي / اور مړه کوونکي را رسیږي.
.La machine à laver est cassée depuis une semaine
له یوې اوونۍ د کالیو مینځلو ماشین خراب دی.
.Je suis allée à la piscine avec Paul
زه له پال سره حوض ته تللی یم.
.Pourquoi as-tu des boutons sur le visage
مخ دې ولې دانې شوی ؟

.Jeanne a une belle voiture
ژان ښکلی موټر لري.
.Pour aller a à l’école, je prends le bus
ښونځي ته د تللو لپاره زه بس نیسم (بس کې ځم).
? à quelle heure pars-tu
په څو بجې ځې ؟
l est tard, je rentre a à la maison pour dormir
نا وخت ده، زه کور ته ځم ویده کیږم.

.Il a acheté à Marseille un thon plus gros que celui que tu as vu hier
هغه په مارسی کې له هغه چې پرون تا ولیده غټ ټونا کب واخیسته.
.Il a un verre
هغه یو ګیلاس لري.
.Elle a de splendides rosiers
هغه ښکلي د ګلاب بوټي لري.
.Tu as les cheveux blonds
ته زېړ وېښته لرې.
.Tu as de beaux yeux
ته ښکلې سترګې لرې.
.Elle va à Paris
هغه پاریس ته ځي.
.Il a un puissant ordinateur
هغه یو ځواکمن کمپیوټر لري.
.Si tu as mal à la tête, les aspirines sont à ta disposition
که چېرې سر درد لرې اسپیرین دې په اختیار کې دي.
Mon père a un journal à la main, il le lira à dix heures, comme tous les jours
د پلار مې اخبار لاس کې دی، هغه به یې لس بجې لکه د هرې ورځې په څېر ولولي.

on – ont – on n’

.On ira au cinéma
مونږ سینما ته ځو.
.Ils ont beaucoup de sucreries
هغوي ډېر خواږه لري.
.On n’achètera que du pop corn
مونږ به یوازې پولۍ واخلو.
.Si l’information est mauvaise, on n’en saura rien
که چېرې مالومات ناسم وي مونږ به په هېڅ پوه نشو.
.On gronde les enfants qui ont désobéi
مونږ هغو ماشومابو ته غسه کوو چې خبر یې نه وي منلې.
.Il a le droit de parler
هغه د خبرو کولو حق لري.
.On n’a pas le droit de parler
مونږ د خبرو کولو حق نه لرو.
.Il apporte des cadeaux à Janine
هغه ژانین ته ډالۍ راوړي.
.On n’apporte pas de cadeaux à Janine
مونږ ژانین ته ډالۍ نه راوړو.
.Il a mangé son gâteau
هغه یې کیک وخوړه.
.On n’a pas mangé son gâteau
مونږ یې کیک نه دی خوړلی.

et – est

Magali est partie en voyage et sa sœur, qui est malade en avion n’a pas pris part à l’expédition en Afrique
مګلي په سفر کې ده، او خور یې څوک چې په الوتکه کې ناروغه ده د افریقا په سفر کې ونډه وانخیسته.
.Pierre et Margot sont mariés depuis quatre ans
پیر او مارګو له څلورو کلونو خپله کې سره واده کړی.
.Anaïs est la fille aînée de Paul
انا ایس د پال تر ټولو مشره لور ده.
.Le chat est dormeur et gourmand
پیشو خوب کوونکې او خیټوره ده.
.Le chat se gratte et se lèche
پیشو ځان ګروي او څټي.
.Il est chasseur et bon sauteur
ښکار کوونکې او ښه ټوپ وهونکې ده.
.Le Chat est flatteur
پیشو لامبو وهونکې ده.
.L’abeille est active et industrieuse
د شاتو مچۍ فعاله او له وړټیا ډکه سخته کار کوونکې ده.
Elle renifle la fleur, belle et parfumée
هغه ښکلی او بوی لرونکی ګل په پوزه کش کوي (بوي کوي)
Elle fabrique ses alvéoles
هغه د خپلې ځالې حجرې جوړوي
et laisse pondre la reine
او ملکه پرېږدي چې هګۍ پکې واچوي.
.L’abeille est parfois ouvrière et puis soldat
د شاتو مچۍ ځینې وخت کار کوونکې وي او وروسته عسکره وي.

ou – où

? Où voulez-vous aller ? À la fête de Sonia ou au cinéma
تاسې چېرې ځی ؟ د سونیا جشن یا میلې ته او که سینما ته ؟
? Tu le sais ou tu ne le sais pas
ته پوهېږې او که نه پوهېږې ؟
.Le quartier où vous habitez a été endommagé par la tempête
په کومه سیمه کې چې تاسې اوسېدلی توپان ویجاړه کړې.
? Jusqu’où iriez-vous
تاسې تر کوم ځای پورې ځی ؟
? Tu viens demain ou samedi
ته سبا راځې او که د خالي په ورځ ؟
? Où passerez-vous vos vacances à la mer ou à la montagne
تاسې خپله رخصتي چېرې تېروی سمندر کې او که غره کې ؟
.Je retrouverai ce livre, où qu’il soit
دا کتاب چې هر چېرې وي زه به یې پیدا کوم.
.Quel pull achètes-tu, le bleu ou le vert
ته کوم جاکټ اخلې نیله که شین ؟
.Aujourd’hui ou demain, nous irons nous promener où tu veux
نن یا سبا، مونږ ځو هر چېرې چې ته غواړې قدم وهو (چکر وهو).
.Elle est retournée dans la ville où elle est née
هغه چې کوم ښار کې زېږېدلې بېرته هماغه ښار ته تللې.
.C’est l’un ou l’autre livre, mais pas les deux
دا یو یا هغه بل کتاب دی خو دواړه نه دي.
? Où est partie cette souris
دا موږک چېرې ولاړ ؟
? Soleil ou pluie, quel temps fera-t-il ?
سبا هوا څرنګه ده، لمر دی که باران ؟
son – sont
.Éric et son voisin sont partis nager
ایریک او ګاونډي یې لامبو وهلو ته تللي.
.Son manteau est plus grand que le mien
د هغې کورتۍ زما له کورتۍ غټه ده.
.Tous les hommes sont égaux devant la loi
د قانون مخ کې ټول خلک سره برابر دي.
.Il a avoué son crime
هغه خپل جرم ومانه / هغه په خپل جرم اعتراف وکړ.
.Ils sont coupables
هغوي مجرمین دي.

.Ses camarades sont venus jouer avec son train électrique
د هغه انډیوالان راغلي وو چې په برېښنایي رېل ګاډي لوبې وکړي.
.La rose exhale son parfum capiteux
ګلاب زهن ته ختونکی (خپل تېز) بوی په هوا کې خپروي.
.Les manches de son pardessus sont décousues
د هغه د کورتۍ لستوڼي سپخېدلي.
.Ses parents sont peinés de son échec
د هغه مور او پلار یې په ماتې (ناکامېدو) خپه دي.
La saison arrive et les fraises sont mûres ; Annie en remplit tout son panier
سېزن په را رسېدو دی، د ځمکې توتان پاخه دي، اني ترې خپله ټوله شکرۍ ډکه کړه.
Annie et ses amies se sont amusées en chemin et sont arrivées en retard à l’école
اني او ملګرو یې په لار کې ساعتیري کړې او ښونځې ته ناوخته رسېدلي.
.Ils sont prudents en rue
هغوي سرک (لار، کوڅه) کې احتیاط کوونکي دي.
.Son père et lui sont en voyage
هغه او پلار یې په سفر کې دي.
.Les oiseaux se sont envolés de la branche
مرغان له څانګې والوتل.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons