Mysida – مای سیډا

مای سیډا د اوبو ملخ ته ورته کلک پوسته یا کروستاسیا دي. په مالاکوسټراکا کلاس کې ډلبندي شوي. غړو ته یې عام نوم اوپوسم د اوبو ملخ (opossum shrimps) کاریږي. ښځه یې د مارسوپیل تی لرونکو په څېر کڅوړه لري او له همدې امله پرې د اوپوسم نوم ایښودل شوی، اوپوسم هم مارسوپیل دي او ښځه یې د بچیانو د ساتنې لپاره کڅوړه لري. مای سیډا د خپلو لاروا بچیانو په همدې کڅوړه کې پالنه کوي.

مای سیډ ساقه لرونکې یوه جوړه سترګې لري، دوه جوړه انتنونه لري، سینه یې په ۸ برخو وېشل شوې وي. د سینې هره برخه یې ضمیمه شوي یا ورپسې نښتي غړي لري، د سینې ټولې برخې یې کلکې کاسې، قاب یا کاراپاس لاندې پټې وي. ګېډه یې په شپږ برخو وېشل شوې وي او وړې ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي لري.

مای سیډ د نړۍ د ټولو سمندرونو په کمو او زیاتو ژورو اوبو کې پیدا کیږي. ممکن د سمندر تل کې او یا سطحې ته نږدې ژوند کوونکي وي. کوم چې د سمندر د اوبو تل کې ژوند کوي هر ورځ د اوبو د سطحې په لور په عمودي توګه کډوال کیږي. مای سیډ هر څه خوړونکي، د اوبو په فلټر کولو ځان تغذیه کوونکي دي. په زوپلانکټون، الګي او رژېدلو توکو ځای تغذیه کوي. د مای سیډ ځینې ډولونه په لابراتوار کې د ازموینو او تجربو لپاره کاریږي، ځینې ډولونه یې د نورو سمندري ساتل شوو ژو د تغذیې لپاره ساتل کیږي. د اوبو له ککړتیا سره ډېر حساس دي او د (bioindicators) په توګه کاریږي تر څو د اوبو د کیفیت څارنه او ساتنه پرې وکړي – په انګریزۍ کې (bioindicator) د ژوي هر هغه ډول د کوم چې فعالیت یا نسل د چاپېریال د کیفیت وضعیت افشا کولی یا ښودلی شي.


مای سیډ له ډلې پورته ډلې (Peracarida) سره تړاو لري مانا یې “د اوبو ملخ ته نږدې” ده. مای سیډ تقریبا د اوبو ملخ ته ورته دي خو ځینې ځانګړنې یې له (Eucarida) جلا کوي لکه په لاروا بچیانو کې د ازادې لامبو وهلو نشتوالی. په مای سیډ ډله کې ۱۶۰ نسلونه شامل دي او په ټولو نسلونو کې تر ۱۰۰۰ زیات ډولونه لري. مای سیډا ډله مخکې له (Lophogastrida) ډلې سره یو ځای شوې وه او خپله کې یو لوی ګروپ د (Mysidacea) په نوم جوړوه خو اوسمهال ترې جلا شوي او مالیکولي مطالعه هم د دې ګروپ د مونوفیلي تصدیق نه کوي. په مای سیډا کې مخکې دوه کورنۍ (Lepidomysidae and Stygiomysidae) شاملې وې کومې چې اوسمهال په (Stygiomysida) ډله کې ډلبندي شوي.


تشرېح
د مای سیډ سر دوه جوړه انتنونه لري، یوه جوړه غټې ساقه لرونکې سترګې لري. سر او لمړۍ برخه (ځینې وخت سر او لمړۍ درې برخې) سره نښتې وي او د مای سیډ د سر او سینې برخه جوړوي. د سینې لمړۍ اته برخې یې کاراپاس پوښلې وي. د سینې دوه لمړۍ برخو کې یې (maxillipeds) وي کوم چې له اوبو پلانکټون او اورګانیک زرې فلټر کوي. د سینې ۶ جوړه ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي یې بېراموس (biramous) دي – بېراموس د ارتروپوډ د غړو داسې شکل ته وایي چې خپله کې د څانګې شکل لري. دا غړي د لامبو وهلو لپاره کاروي. ښځه یې د سینې لاندې مارسوپیم کڅوړه (marsupium) لري، په همدې کڅوړه کې هګۍ او بچیان ساتي. ګېډه یې په شپږ برخو وېشل شوې، په لمړیو پنځو برخو کې یې (pleopods) غړي وي خو په ښځه کې نشته وي یا ډېر واړه وي. په نر کې یې څلورم تر نورو اوږده وي او د مثل د تولید ځانګړې چاره ترسره کوي. ډېری ډولونه یې له ۵ تر ۲۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري، رنګ یې له زېړ خیره نیولې تر روښانه نارنجي او تېز نسواري پورې وي.


چلند
ځینې ډولونه یې (benthic) دي په دې مانا چې د اوبو یا سمندر په تل کې ژوند کوي، ځینې ډولونه یې (pelagic) دي او د سمندر د اوبو منځ کې ژوند کوي خو ډیری ډولونه یې خټو او شګې سره نږدې پیدا کیږي، خټو او شګو کې سوریان جوړوي. ډېری سمندري ډولونه یې د ورځې لخوا د سمندر په تل کې وي او د شپې لخوا د سمندر تل پرېږدي. خوځښت تر ډېره په لامبو وهلو کوي. د مای سیډ ځینې ډولونه د الګي او سمندري ګیا په منځ کې ژوند کوي. ځینې یې لویه ډله کې ژوند کوي خو ځینې ډولونه یې یوازې ژوند کوي.

مای سیډ د ډېرو کبانو لپاره خواړه دي. معمولا ازاد ژوند کوونکي دي خو ځینې ډولونه یې له (sea anemones and hermit crabs) سره یو ځای ژوند کوي. ځینې ډولونه یې د تازه اوبو په سمڅو کې هم شته دي. د (Mysis relicta) ډول او ورسره نږدې تړاو لرونکي په سړو ژورو بندونو کې ژوند کوي او د ورځې لخوا په عمودي توګه د اوبو د سطحې په لور کډوال کیږي. د (Mysidium integrum) ډول یې د سمندر له (longfin damselfish) کب سره په اړیکه کې وي، یاد ډول د الګي فارم ته خواړه چمتو کوي په کوم چې همدا کب ځان تغذیه کوي او په بدل کې یې کب د نورو کبانو له برید او ښکار کېدو ساتي.

د مای سیډ ډېری ډولونه هر څه خوړونکي دي او ځان په الګي، زو پلانکټون او رژېدلو توکو تغذیه کوي. په مردارو شوو نورو ژو هم ځان تغذیه کوي، ځینو ډولونو کې یې (cannibalism) لیدل شوی – په انګریزۍ کې کانې بالېزم د خپل ډول بل غړي خوړلو ته وایي لکه انسان خوړونکی انسان. په کومو ډولونو کې چې کاني بالېزم چلند موجود دی خپل بچیان له کڅوړې راوتو وروسته ښکار کوي. کوم ډولونه چې د اوبو په منځ کې ژوند کوي د اوبو په فلټر کولو ځان تغذیه کوي. ځینې ډولونه کوم چې د اوبو تل کې ژوند کوي په خپلو غړو ځمکه جارو کوي او په وړو زرو ځان تغذیه کوي.

مای سیډ نر او ښځه لري. د نر ګوناد یې په سینه کې وي، د ګوناد شکل یې تونل ته ورته شکل کې وي، نر یې په اتمې برخې کې دوه ګونوپور لري او دوه اوږدې جنسي الې لري. د ښځې ګونوپور د سینې په شپږمه برخه کې وي. جنسي اړیکه د شپې لخوا نیسي او تر څو دقیقو پورې دوام کوي. د جنسي اړیکې پر مهال نر خپلې جنسي الې د ښځې په مارسوپیم کڅوړه کې داخلوي او سپرم پرېږدي. دا چاره ښځه تحریکوي او تر یو ساعت وخت پورې په مارسوپیم کڅوړه کې هګۍ پرېږدي، په کڅوړه کې هګۍ او د نر ګوناد القاح کیږي. له هګیو پیدا کېدونکي واړه بچیان یې د غټو کوچنی شکل لري. د مای سیډ بلوغ ته رسېدنه د خوړو له شتون او د اوبو له تودوخې سره تړاو لري.

Mysis relicta

کارونه
د مای سیډ ځینې ډولونه په لویه کچه لابراتوارونو کې د ساتل کېدو وړ دي او په لویه کچه د تطابق وړتیا لري، له نوي چاپېریال سره ځان همغږی کوي، ډېر ډوله حالتونه زغملای شي. په کمه موده کې په لویه کچه د مثل تولید کوي. ډېری وخت یې واړه ترې جلا کیږي تر څو یې غټ ښکار نه کړي. ساتل شوي مای سیډ د سمندري ژو خواړه دي او لارو کبانو، سېفالوپوډ، د سوداګریزې موخې لپاره ساتل شوو د اوبو ملخانو ته ورکول کیږي. مای سیډ د بدن وړه کچه لري او د ساتنې لګښت یې کم دی او له همدې امله د نورو د خوړو لپاره کاریږي. بل لامل یې بدن کې زیات شحم او پروتین لرل دي. د اوبو له ککړتیا سره حساس دي او ډېری وخت یې دوه ډولونه (Americamysis bahia and Americamysis almyra) د افت وژنکو توکو او نورو زهري مادو د ازموینې لپاره کاریږي. د (Americamysis bahia) ډول یې چې کله پوستکی بدلوي یا کوریز کوي زیات حساس وي.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
له ډلې پورته پېراکاریډا
ډله مای سیډا

په مای سیډا ډله کې دوه کورنۍ شاملې دي :

  • Mysidae
  • Petalophthalmidae
Hemimysis anomala. Microphotograph by S. Pothoven, GLERL, December 2006.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons