اېتیزېین باد – Etesian wind
په اوړي کې د شرقي مدیترانې او ورسره نښتو سیمو له پاسه، تقریبا ښکته فضایي د جنوب له لور خوځېدونکی ثابت باد ده. دا باد د مې میاشت تقریبا له نیمایي تر د سپټمبر نیمایي پورې لږیږي. د لونیان (Ionian)، ادریاتیک (Adriatic)، او اجین (Aegean )
سمندرونو او ورسره نښتو ملکونو په هوا باندې اغیز کوي. نوم ېې له یوناني لفظ اېتوس (etos)څخه اخیستل شوی کوم چې د کال مانا لري او دا نوم ځکه پرې اېښودل شوی ځکه چې هر کال په همدې موده کې دا باد لږیږي. د دې باد سرعت په غرمه کې اخري کچې ته رسیږي او د شپې لخوا دریږي. وچ باد ده او د کومې ورېدنې لامل نه ګرځي. په ژمي کې له مخالف لوري یا جهت څخه کوم بل باد د دې باد ځای نه نیسي.