اېم اېس سوامېناتان – M.S. Swaminathan
د اګست په ۷ نېټه، کال ۱۹۲۵ د هند په کومباکونام، تمیل نادو ایالت کې زېږېدلی. د هند نسل پېژندونکی او نړیوال مدیر وو چا چې د هند د کرنې په انقلاب کې د مشرتابه رول لره. په هند کې ېې داسې پروګرام پلي کړ چې د غریبو بزګرو په پټیو کې د همدې پروګرام له مخې د ښه تولید او کیفیت وریجې او غنم وکرل.
سوامیناتان د جراح زوی وو په کال ۱۹۵۲ کې د هند له کیمبرج پوهنتون څخه پي اېچ ډي وکړه تر زده کړو وروسته ېې دوه لسیزې څېړنې وکړې او څنګ کې ېې اداري چارې هم پر مخ بیولې. د خپلو چارو تر څنګ ېې د مکسیکو د غنمو تخم چې د (semidwarf) په نامه یادیږي هندیانو ته وروپېژانده او هندیان ېې د عصري کرنې له طریقو سره اشنا کړل. د ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۹ پورې (director general of the Indian Council of Agricultural Research) وو. د ۱۹۸۲–۸۸ ترمنځ د وریجو په اړه د نړیوالې څېړنې ریس او د ۱۹۸۴–۹۰ تر منځ (president of the International Union for Conservation of Nature and Natural Resources) وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!