اېډوارډ مورې ایسټ – Edward Murray East

د اکتوبر په ۴ نېټه، کال ۱۸۷۹ په امریکا کې زېږېدلی او د نومبر په ۹ نېټه، کال ۱۹۳۸ کې مړ شوی.د امریکا د بوټو نسل پېژندونکی، بوټپوه کرهنپوه او کیمیا پوه وو د چا تجربې چې د (hybrid corn or maize) په نامه جوار تولید کړل. ډېر پام ېې په جوارو کې د پروتین او شحم ساتلو او کنټرول ته وو چې دواړه د دې غلې په ارزښت کې رول لري.
 
ایسټ په ۱۵ کلنۍ کې مکتب ختم کړ له هغې وروسته ېې د ماشینونو په دوکان کې کار پېل کړ تر څو د کالج لپاره پیسې پیدا کړي. کله ېې چې کالج پېل کړ په جنیتیک کې ېې علاقه پیدا کړه. په کال ۱۹۰۰ د (University of Illinois) پوهنتون کې د جورج هو پکینز (Cyril George Hopkins) په نامه کس سره د کرنې د ازموینې په مرکز کې معاون شو او هلته ېې په جوارو ازموینې پېل کړې تر څو وکولای شي چې په جوارو کې شحم او پروتین زېات کړي. په کال ۱۹۰۴ کې ماستري وکړه او د کرنې د ازموینې مرکز کې ېې کار پېل کړ. په کال ۱۹۱۹ کې ېې کتاب ولیکه چې د (Inbreeding and Outbreeding) په نامه ده. په کال ۱۹۱۶ کې د هارډورډ پوهنتون (Harvard University) سره د جنیتیک په نامه د یوې مجلې تاسیس کولو کې مرسته وکړه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons