Bonsai – بونزی
د جاپان په لګن کې کرل شوې د لنډ قد ونې دي. په اصل کې دا یو هنر ده چې دې ونو ته د ودې طریقه ورزده کوي. بونزی معمولي ونې دي په دې معنی چې لنډ قد ېې ارثي نده. د دې ونو قد د یو سیستم په ذریعه د ریښو او څانګو په پرېکولو او پرې شوی څانګې په مزو تړل کیږي تر څو د معمولي ونو په څېر وده ونکړي.
دا هنر اصل کې چینایانو خلق کړی. چینایانو زر کاله وړاندې په لګن کې نیالګي کینول. لګن یې له لرګي یا له خټې جوړوه. مګر بونزی ونې د لومړي ځل لپاره جاپانیانو په لګن کې په ۱۳۰۹ کال کینولې. یوه بونزی ونه تقریبا تر ۱۰۰ کالو ډېر عمر لري. یو ډول ېې ټول کال بهر ساتل کیدای شي او د ژمي موسم کې له سړو سره مقاومت کولای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!