Beryl Markham – بېریل مارخم

اصلي نوم یې (Beryl Clutterbuck) ده، د ۱۹۰۲ کال، د اکتوبر په ۲۶ نېټه د انګلستان په لسټر شېر کې زېږېدلې او د ۱۹۸۶ کال، د اګسټ په درېمه نېټه، د کینیا په نایروبي کې مړه شوې. د انګلستان مسلکي پیلوټه، د اسونو روزونکې او له اسونو نسل اخیستونکې، لیکواله وه، تر ټولو نامتو کتاب یې (West with the Night) وو کوم چې په ۱۹۴۲ کې خپور شو او بیا ځلې په ۱۹۸۳ کې چاپ شو. مارخم لمړۍ انجلۍ وه چې د اتلانتیک سمندر له ختیځ څخه یې لوېدیځ ته یوازې الوتنه کړې.
 
په څلور کلنۍ کې له خپل پلار سره برطانوۍ ختیځې افریقا ته ولاړه. په افریقا کې د سیمې ایزو خلکو سره ښکار ته تلله، د افریقا سواهیلي او نورې سیمه ایزې ژبې یې زده کړې. د پلار دنده یې په کینیا کې پای ته ورسېده پلار یې له کینیا پېرو ته ولاړ او مارخم یوازې کینیا کې پاتې شوه. په ۱۸ کلنۍ کې په ټوله افریقا کې لمړۍ انجلۍ وه چا چې د اسونو د روزنې جواز ترلاسه کړ. د خپلې ۲۰ کلنۍ لسیزې په پای کې سوداګریزه پیلوټه شوه. د سپرلۍ، ټرانپسپورټ او سوداګري مالونو د انتقال لپاره الوتنې یې پیل کړې. په کال ۱۹۳۶ کې یې له انګلستان څخه تر د کاناډا کېپ برېټون ټاپو پورې یوازې الوتنه وکړه.
 
په ۱۹۴۲ کال کې یې (West with the Night) کتاب ولیکه، ممکن کتاب یې د نورو په مرسته لیکلی وي، د کتاب له خپرېدو وروسته ډېره وپېژندل شوه او هاليوډ بلنه ورکړه. د لنډو کیسو لیکلو تر څنګ یې شپږ د لوبو ګټونکي اسونه هم روزلي. کتاب یې خلکو خوښ نکړ او لامل یې په مستعمرو کې د انګلستان ګټې وې له دې پرته هلته د سپینو اروپایانو ترمنځ پېچلې اړیکې یې افشا کړې وې.
Beryl Markham 1936
English aviation pioneer and memoirist Beryl Markham (1902-1986). Author : Agence de presse Meurisse ; source: Bibliothèque nationale de France

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons