جان بېنېت – Sir John Bennet Lawes, 1st Baronet

د ډسمبر په ۲۸ نېټه، کال ۱۸۱۴ د انګلستان په هرټ فورډ شایر په هارپېندېن کې زېږېدلی او اګسټ په ۳۱ نېټه کال ۱۹۰۰ دانګلستان په روتم سټېډ کې مړ شوی.
د انګلستان بوټپوه وو چې د مصنوعي حالخېزۍ صنعت ېې تاسیس کړ او د روتم سټېډ (Rothamsted Experimental Station) د بوټو د ازموینې مرکز بنسټ کېښود کوم چې په نړۍ کې د بوټو د څېړنو تر ټولو پخوانی مرکز ګڼل کیږي. له ډېرو ازموینو وروسته ېې د فوسفېټ له ډبرو (phosphate rock) او د سلفر له اسیدو (sulfuric acid) سوپر فوسفېټ (superphosphate) تولید کړل او په همدې کال ېې لومړۍ د حاصلخېزۍ فابریکه خلاصه کړه. په کال ۱۸۴۳ کې ېې له یو بل کیمیا پوه سره د مختلفو سرو په بوټو اغیز مطالعه کړ او د حیواناتو لپاره ېې د دشحم لرونکو خوړو په اړه څېړنې وکړې. په کال ۱۸۶۷ کې دواړو ته د انګلستان سلطنتي ټولنې (Royal Society) لخوا افتخاري مډال ورکړل شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons