جان لېنډلي – John Lindley
د فیبروري په ۵ نېټه، کال ۱۷۹۹، د انګلستان د نارتمبر لېنډ په کاټن سیمه کې زېږېدلی او د نومبر په ۱ نېټه، کال ۱۸۶۵، په لندن کې مړ شوی.
د انګلستان بوټپوه وو. جان هڅه وکړه چې یو داسې طبعي سیستم فارمول کړي د کوم له لارې چې بوټي طبقه بندي کېدای شي. په کال ۱۸۱۹ کې د لندن ښار ته ولاړ او هلته د یو بوټپوه په مرسته د کتابتون معاون شو. په کال ۱۸۲۲ کې د انګلستان د باغدارۍ یا بڼوالۍ په ټولنه کې منشي شو. له ۱۸۳۰ کال وروسته د لندن په پوهنتون (University of London) کې لومړی د بوټپوهنې استاد شو چېرته چې تر ۱۸۶۰ پورې پاتې شو. په کال ۱۸۴۲ کې ېې د (Theory and Practice of Horticulture) په نامه کتاب چې د باغدارۍ یا بڼوالۍ ارواه پوهنه ده خپورکړ. د بوټو د طبقه بندۍ لپاره ېې یو طبعي سیستم پراخ کړ چې د (The Vegetable Kingdom) په نامه کتاب کې خپور شوی. دغه سیستم یوازې انګلستان کې کارېدلی په نړیواله کچه تر اوسه بوټپوهانو نده کارولی.
Comments
So empty here ... leave a comment!