جترو ټل – Jethro Tull

په کال ۱۶۷۴ کې، د انګلستان په باسیلډن، بېرکشاېر کې زېږېدلی او د فېبروري په ۲۱ نېټه، کال ۱۷۴۱ په بېرک شاېر کې مړ شوی. د انګلستان کرهڼپوه، لیکوال او مخترع د چا نظریاتو چې د انګلستان د عصري کرنې بنسټ کېښود.
ټل د سموات پر مخ بیولو لپاره روزنه لېدلې وه او په کال ۱۶۹۹ کې ېې په سموات کې کار پېل کړ خو وروسته ېې پرېکړه وکړه چې د خپل پلار په فارم کوم چې په اکسفورډ شاېر کې وه کار پېل کړي. له کار کولو سره سم ېې په کال ۱۷۰۱ کې د تخم شیندنې ماشین چې په اس پورې تړل کېده بشپړ کړ. په کال ۱۷۰۹ کې ېې خپل فارم واخیسته. له دې وروسته فرانسې او ایټالیا ته ولاړ او هلته ېې د انګورو د کرنې طریقې ولیدې له کومو چې ډېر متاثره شو په دې طریقو ېې کار پېل کړ او په خپل فارم کې ېې پلي کړې په کال ۱۷۳۱ کې د (he New Horse Houghing Husbandry) کتاب خپور کړ په کوم کې چې د ټل د کرنې طریقې لیکل شوې وې مګر د خپرېدو سره دودیزو کروندګرو پرې نیوکه وکړه خو بیا هم ډېرو د لویو ځمکو لرونکو دغه طریقې وکارولې چې د انګلستان د عصري کرنې بنسټ ېې کېښود.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons