جېمز پولارډ اېسپای – James Pollard Espy
د مې په ۹ نېټه، کال ۱۷۸۵، د متحده ایالتونو په پنسلوانیا کې زېږېدلی او د جنورۍ په ۲۴نېټه، کال۱۸۶۰، د اوهیو په ایالت کې مړ شوی. د امریکا هوا پېژندونکی وو چا چې د ورېځ د تېرمو ډاینامیک (thermodynamics) په اړه سمه تشریح او د ورېځ د جوړېدو په اړه سم مالومات وړاندې کړل. لومړی کس وو چې ټېلېګراف (telegraph) د هوا د کتنې لپاره وکاروه او د هوا په اړه ېې مالومات راغونډ کړل. تر ۱۸۵۲ پورې ېې د هوا پېژندونکي په توګه له (U.S. War Department)او (U.S. Navy) ادارو سره کار کړی