خشاوه کوونکی – کرونکی – Cultivator

یو کس، حیوان یا ماشین چې د کرکېلې یو بل اړخ خاوره اړوي او یا خشاوه کوي او یا د کرنې لپاره ځمکه قولبه کوي. دغه چاره د کرل شوي نبات په وده کې مرسته کوي او زېان رسونکي واښه له منځه وړي. په ۱۹پېړۍ کې په اول په اس پورې تړل شوي خشاوه کوونکي جوړ شول. په کال ۱۸۷۰کې یو بزګر په دوه اسانو ۱۵ هکتاره ځمکه خشاوه کولای شوه. په ۲۰پېړۍ کې د نړۍ په ځنې سیمو کې د اسونو او غویانو پر ځای د ټریکټر کارونه پېل شوه. وروسته په دې تخنیک کې لوی بدلونه رامنځته شو. اوسمهال د هر ډول کرکېلې لپاره جلا غاښونه لري.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons