د امریکا ملي ځنګلونه – National forest
په امریکا کې ټول هغه متعد د ځنګلونه او سیمې چې د فدرالي حکومت لخوا د نظارت لاندې دي. د نظارت کولو موخه ېې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول، د وحشي ژوو د ژوند بقا یقیني کول، د ونو له پرې کېدو ساتنه، د ماهیانو ساتنه او د دې ټولو تر څنګ د عامه خلکو لپاره له دې ځنګلاتو تفریحي سیمه جوړول دي. دغه ملي ځنګلونه د (Forest Service) ادارې لخوا چې د کرنې د ادارې یو بخش ده اداره کیږي. په ۲۱ پېړۍ کې د دې ځنګلاتو تعداد ۱۵۶ وو چې تقریبا ۳۰۰۰۰۰ میل مربع (۷۷۰۰۰۰ کیلو متر مربع ) مساحت لري. دغه ځنګلات د پورټو ریکو (Puerto Rico) په شمول په ۱۴۰ ایالتونو کې دي. د دې سیستم د تاسیس کېدو غوښتنه په ۱۸۹۱ کې د کارل شورز (Carl Schurz) لخوا وشوه او په ۱۹۰۵ کې د تیوډور روزوېلټ (Theodore Roosevelt) لخوا چې د امریکا ۲۶ ریس جمهور وو، د خدماتو دغه اداره تاسیس شوه. د دې ادارې لومړی نوم (forest reserves) وو او په کال ۱۹۰۷ کې (national forests) ته بدل شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!