د اوبو تخلیه – Drainage

په کرنه کې له ځمکې اوبه وېستل، په اوبه لرونکې او لمده سیمه کې د ځمکې د تخریب د مخنیوي او په وچه سیمه کې د پټیو د خړوبه کولو لپاره ترسره کیږي. لومړی د اوبو د تخلیه سیستم د خندق په څېر کانالونه ښکل وو تر څو د بارانونو اوبه بېرته سیندونو ته وبهوي خو په ۲۰ پېړۍ کې د اوبو د بهېدو لپاره ځمکه درجه بندي شوه تر څو د اوبو بهېدل او تخلیه اسانه کړای شي. او له خپلې کچې زېاتې اوبه په ځمکه کې داخلې نشي چې د ځمکې د تخریب لامل ګرځېدای شي. همداسې ډېرې اوبه ځمکې ته داخلېدل دځمکې د تغذېې مواد مینځي. په وچو سیمو کې لوی ډنډونه جوړیږي چې د بارانونو اوبه ذخیره کړي او په دې اوبو د پسرلي په پېل کې کرنه ممکنه کړي. د داسې ډول ډنډونو له اوبو ډېر وخت د ځمکې د سطحې د اوبه کولو لپاره کار اخیستل کیږي.

د اوبو د تخلیې عصري سیستم په دوه کټګوریو وېشل شوی : د ځمکې سطحه او د ځمکې د سطې د لاندې برخې په ذریعه د اوبو تخلیه. د سطحې معمولي سیستم کې په پټیو کې ډنډونه، په پټیو یا ځمکه کې خندق، لوی بند او له دې ذخیرو د اوبو د وتلو لار یا کانال شامل دي. د ځمکې د سطحې سیستم ډېر وخت د هغو اوبو تخلیه کوي چې د ځمکې پر سطحه پاتې کیږي. دغه سیستم د هغې خاورې لپاره اړین ده کومه ځمکه چې په ځنډ سره اوبه جذب کوي. د ځمکې د سطحې سیستم د ځمکې د ټوپوګرافي (د ځمکې طبعي یا مصنوعي فزیکي جوړښت) له مخې په برخو وېشل کیږي. موازي تخلیه هوارې ځمکې کې کاریږي او خاص سایټونه په ناهواره ځمکې کاریږي.
د ځمکې د سطحې لاندې تخلیه کې تونل، واړه بهیدونکي تونلونه یا لښتي او عمومي تونل یا لښتی او د تخلې لار یا بهېدونکې خوله شامله ده. په دې سیستم کې یوه هدایت کوونکې لار د ځمکې له سطحې د ځمکې لاندې کانال ته اوبه غورزوي او دغه کانال ېې عمومي کانال ته تخلیه کوي او عمومي کانال ېې د اوبو دبهېدو لپاره لار لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons