د بزګرۍ ماشینونه – Farm machinery
میخانیکي اوزار چې د بزګرانو لخوا په کرنه کې کاریږي په دې اوزارو کې ټریکټر هم شامل ده. په دې اوزارو کې لسګونه ډوله ماشینونه چې کارونه ېې ډېره پېچلې ده تر ساده په لاس باندې کارېدونکي اوزار شته دي. د ساده په لاس باندې د کارېدونکو اوزارو تاریخ د تاریخ نه د مخکنۍ دورې جوړ شوي اوزار دي خو پېچلي اوزار ېې عصري چې د ډېرو اختراع ېې په ۱۸، ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې شوې او د وخت له تېرېدو سره میکانیزه شوي. په اوسني وخت کې د تېر فصل د بیخ راوېستلو لپاره، د کرنې لپاره د ځمکې چمتو کول، د حاصلخېزۍ لپاره د پارو او کیمیاوي توکو شیندنه، د تخم شیندنه، رېبل او داسې نورې ډېرې چارې ټولې په میکانیزه شوو ماشینونو ترسره کیږي حتی د افت مخنیونکي توکي د وړو الوتکو په ذریعه شیندل کیږي. مګر په وروسته پاتې ملکونو کې دا ټولې چارې تر اوسه انسانان او څاروي لکه غویانو او اسونه ترسره کوي. خو په پرمختللو ملکونو کې له ۱۹ پېړۍ راپه دیخوا د مزدورانو او حیواناتو ځای ماشینونو ونیاوه.
Comments
So empty here ... leave a comment!