د تازه اوبو ناوې – Freshwater jellyfish

ټول میدوسا شکلونه چې په اوبو کې لامبو وهي او د کراسپېدا کوستا نسل سره تړاو لري. د کلاس نوم ېې هایدروزوا ده، د پلرونو یا فیلوم نوم ېې سینیداریا ده. دا حیقیقي ناوې نه ده بلکې حقیقي ناوې په سمندر کې ژوند کوي او د اېس سیفوزوا کلاس سره تړاو لري (فیلوم سینیداریا).
د تازه اوبو ناوې یو ډول د کراسپېدا کوستا سووربیي په نامه د شمالي نیمې کرې په تازه اوبو کې ښه پرېمانه پیدا کیږي، د بدن کچه ېې تر ۲ سانتي متره پورې اوږدیږي، په بدن باندې ېې سلګونه تارونه یا وېښته موجود وي، د بدن جوړښت ېې چترۍ ته ورته ده. د دې حیوان پولیپ شکل تر ۲ ملي متره پورې اوږدوالی لري او کله چې غېرې جنسي وده وکړي د میدوسا شکل رامنځته کوي. وروسته دغه بدن له دې میدوسا شکل څخه جلا کیږي او هر تولید شوی میدوسا شکل نر یا ښځه وي، سپرم یا هګۍ تولیدوي. دجلا شوي میدوسا جنسي سلولونه یا ګامټ سره یو ځای کیږي چې له یو ځای کیدو ېې واړه لاروا بچیان د پلانولا په نامه پیدا کیږي. دغه پلانولا واړه بچیان په یوه سطح کیني او له کیناستو وروسته د پولیپ په شکل کې وده کوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons