د دوه پټیو سیستم – Two-field system
د اروپا او منځني ختیځ پخوانی د کرنې سیستم وو. پخوا د کرنې وړ ځمکې په دوه ګروپونه وېشل شوې وې. په یوه پټي کې به غنم، جودر یا اوربشې کرل کېدې ا وبل پټی به همداسې شاړ بې کرنې پرېښودل کېده تر څو ېې د کرنې موده پوره شي او بیا د کرنې وړ وګرځي. کله به چې لومړی پټی ورېبل شو نو په رېبل شوي پټي کې به څاروي د څر لپاره پرېښودل کېده تر څو ځان وڅروي او د ځمکې د غني کېدو لپاره دلته خپله سره وغورزوي. مګر د ۸ پېړۍ په پېل کې د لوار او راین سیندونو the Loire and the Rhine river تر منځ دغه د دوه پټیو د کرنې سیستم د درې پټیو د کرنې سیستم ته چې ډېر عصري ده لار هواره کړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!