د سوکاله هیواد جوړولو لپاره د جنسیت برابري اړینه ده

د حکومت هره پرېکړه کې باید د جنسیت د برابرۍ تر لاسه کولو لپاره هیلې نغښتې وي. په دندو کې باید نر او ښځه په برابره کچه د پرمختګ لپاره ګام واخیستلای شي. له هرې مخې نر او ښځه باید برابر قانوني محافظت ولري لکه له مالي مخې، فزیکي، روغتیا او یا هر بل ډول محافظت د دواړو لپاره په برابره کچه په نظر کې نیول شوی وي. په شخصي شرکتونو یا کمپنیو کې د نر او ښځو لپاره د برابرو فرصتونو پالیسي جوړه شي. په ټولنه کې داسې مفکوره عامه کړل شي چې که چېرې مور په چارو کې بوخته وي باید پلار د اولاد روزنه او ساتنه کې ونډه واخلي. د دې ترڅنګ د کاري بوختیا، کورني ژوند او د جنسیت د برابرۍ ترمنځ اړیکه په دوامداره توګه وڅېړل شي. د سوکاله هیواد جوړولو لپاره د جنسیت برابري اړینه ده، په کومو هیوادونو کې چې د جنسیت برابري نشته نو اقتصاد یې هم کمزوری او یا هم د ټولنې ځینې طبقې فقر وهلې وي. د دولت اجنډا یوازې باید نر او ښځې ته د دندې لرلو برابر فرصت نه وي بلکې د دندې د برابر فرصت ترڅنګ برابر معاش لرل هم د جنسیت د مساواتو اړین معیار دی.
 
د هغو ښځو لپاره چې کورنۍ کې بوختیا لري له وخت وروسته د دندو فرصت برابرول هم د هیواد په سوکالۍ کې اړین رول لري. د میراث د حق لپاره د ښځې حق ته جدي پاملرنه اړینه ده او باید د اقتصاد او سیاست اړینه برخه وګرزول شي. د لویو شرکتونو مدیران باید یوازې نران نه وي او د ښځو لپاره په دې ډول پوسټونو کې د برابرې ونډې لرلو هڅې وشي تر څو هغه ښځې چې ماستري لري خپله وړتیا د خپل اقتصاد جوړولو او هیواد سوکاله کولو لپاره وکاروي او وړتیا یې ضایع نشي. د برابرې ټولنې لرلو لپاره باید د ټولنې په هره برخه کې ګامونه واخیستل شي لکه زده کړې او له دې لارې باید اقتصادي سرچینو، مقام او واک ته لار پیدا کړي. د جنسیت د برابرۍ تر لاسه کولو لپاره باید د هیواد په سیاست کې هیڅ ډول دودیزې او غېرې سالمې طریقې ونه کارول شي او د دې ډول کړنو مخه ونیول شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons