د للمې ځمکې کرنه – Dry farming

په انګریزي کې ورته د (Dryland Farming)نوم هم اخلي او بو کولو فصل کرنې ته وایي. دغه کرنه په هغو سیمو کې خلکو کوي چې لوندوالی محدود وي. د کرنې لپاره د فصل او طریقې انتخاب کیږي تر څو کم لوندوالی په ډېره ښه توګه وکارول شي. له محصول اخیستنې لږ وخت وروسته د کرنې لپاره خاوره چمتو کیږي او له زېان رسوونکو بوټو ساتل کیږي. خو په ځنې سیمو کې د رېبل شوې کرنې ډډونه په ځمکه کې پرېښودل کیږي تر څو ځمکه ډېره واوره ونیسي او زېات لوندوالی جذب کړي. د زېات لوندوالی ساتنې لپاره باید زېان رسونکي بوټي له منځه یوړول شي او له دې سره د اوبو د بهېدو مخه ونیول شي تر څو اوبه د ځمکې پر سطحه پاتې او ځمکه ېې جذب کړي. په للمه ځمکه کې ځنې فصلونه لکه سرګیو (دجوارو یو ډول ) کېدای شي فصل ورنکړي ځکه چې دا ډول فصل د کال په یوې ځانګړي وخت کې وده کوي کله چې ډېره ګرمي او وچوالی نه وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons