د لړې یا غبار تیت او پرک کول – له فضا پاکول – Fog dispersal
له مصنوعي لارې له هوا د لړې یا غبار پاکول. ډېر وخت دا چاره د تودوخې یا د مالګې د ذرو د شیندلو له لارې کیږي. په هوایي ډګرونو کې چې کله لړې یا غبار زېات شي د څرګندتیا یا لید لپاره دا چاره تر سره کیږي. کله چې تودوخه له ۰ °C څخه کمه وي او لړې خورا زېاتې شي نو د غبار د پاکولو لپاره ځانګړې الوتکې او چورلکې د وچې هوا سره د مالګې ذرات شیندل کیږي او له لاندې خوا ځمکه ګرمیږي. په زېاتو هوایي ډګرونو کې وچ او مایع کاربن ډایوکسایډ هم کاریږي.