د نیالګي له یو ځای بل ځای ته انتقال – Transplant

د نیالګي کېښودنه کې د نیالګي له یو ځای راویستلو او په بل ځای کینولو ته وایي. ډېر هغه واړه بوټي چې په ژمي کې خپلې پاڼې رژوي کله چې واړه وي پرته له دې چې رېښې ېې په خاورو پوښلې وي له یو بل ځای ته انتقالیږي. مګر هغه ونې چې د ساقې ضخامت ېې تر ۷.۵ سانتي متره (۳ انچه) پورې وي رېښې ېې د خاورې په توپ ډوله شکل کې پوښلې وي او د غه خاوره بیا په یو پوښ کې تاو شوې وي. کله چې یو بوټی له ځمکې راوېستل کیږي مخکې له ښکلو اول ځمکه د بوټي د ریښو په اندازه کیندل کیږي او له ښکلو وروسته باید دغه بوټی سم د لاسه د خاورې په توپ کې وکرل شي تر څو ېې ریښې له هوا او لمر څخه پټې وساتل شي. په کوم ګلدانۍ یا توپ کې چې کرل کیږي باید لوندوالی ولري او پراخه وي. هغه ونې چې په مني کې راښکل کیږي باید ریښې ېې په ۱۰–۱۲.۵ سانتي متره بوسو، پاڼو یا وچو وښو وپوښل شي، ماتې یا وچې څانګې ېې باید پرې شي او همداسې ېې باید سر او ریښې قطع شي. ساقه ېې په یو ځانګړي کاغذ (tree wrap) باندې پوښل کیږي تر څو ساقه له سوري کېدو، له څارویو، له لمر او د هوا له سوزېدنې وساتل شي.
سبزي او ګلان چې په داخل کې کرل شوي وي هغه وخت له یو ځای بل ځای ته انتقالیږي کله چې د یخبندان یا یخ وهلو خطر ختم شي. ډېر وخت په داسې ورز کې انتقالیږي چې هوا باراني، وریز وي او بادونه نه ويي. د باغچې د بوټو باید ریښې روغې رمټې وساتل شي او څو ورزې د لمر له مستقیمو وړانګو غورزېدو وساتل شي. 


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons