د کرنې بدلون – Shifting agriculture
د کرنې سیستم چې د خاورې د ښېرازوالي ساتنه کوي. د کرنې بدلون د پټیو تناوب ده چې د متناوبې کرنې سره توپیر لري. د کرنې بدلون کې بزګر چې کله د ځمکې یوه ټوټه وکري او حاصل ترې واخلي له حاصل اخیستلو وروسته دغه ځمکه پریږدي تر څو طبعي شنه پکې شنه شي او د ځمکې بله برخه کري. ډېر وخت چې کله ځمکه خپله ستوماني وښي او یا هم ډېر ځلې تخم پکې وکرل شي نو د یو څه مودې لپاره ځمکې ته وقفه ورکول کیږي.
په دې کې د یوې ځمکې سیستم د یوې ځمکې کرل او بیا سوزولو طریقه داسې چې ځکه وکرل شي او د فصل له ریبلو وروسته یوازې غټ بوټي او ونې په ځمکه پرېښودل کیږي مګر د رېبل شوي فصل ډنډري یا ساقې چې په ځمکه پاتې وي سوزول کیږي د دې سوزول شوو ډنډرو ایرې ځمکه ښېرازه کوي. په دې سیستم کې کرنه د قلبې کولو په ذریعه نه کیږي بلکه ډېر وخت د کرنې لپاره رمبی او یا د کیندلو طریقه کاریږي.
ډېر وخت د کرنې له بدلون سره خلکو مخالفت ښودلی ځکه دغه سیستم ېې په معتدلو سیمو کې د ځنګلونو د ودې مخنیونکی ګڼلی.
Comments
So empty here ... leave a comment!