Agricultural technology – کرنیزه ټکنالوي

د حیواناتو او کرکېلې د ودې، تولید او مثل تولید د تخنیک له لارې کنټرول کولو ته وایي.
 
د خاورې چمتو کول
هغه میکانیکي پروسه ده چې د خاورې فزیکي وضعېت کرنې ته چمتو کوي. په انګریزي کې ورته (tilling or Soil Preparation) وایي. له چمتو کېدو وروسته په خاوره کې غذایي مواد اضافه کیږي چې دواړه د کرنې لپاره اړین دي.
 
حاصلخېزه کوونه
د ځمکې حاصلخېزي د خاورې له نوعیت سره تړاو لري. ځمکې ته د حاصلخېزه کېدو لپاره په مناسبه کچه کیمیاوي توکي ور اضافه کیږي. خو د کیمیاوي توکو تر څنګ رڼا یا وړانګې، تودوخه او د خاورې فزیکي جوړښت هم د کرکېلې په وده کې خپل رول لري.
 
د نبات اړین غذایي توکي
په ټولیزه کچه یو نبات ۱۶ اجزاو ته اړتیا لري چې په دې کې تر ټولو اړین: کاربن (carbon)، هایدروجن (hydrogen)، اکسیجن (oxygen)، نایتروجن (nitrogen)، فاسفورس (phosphorus)، سلفر (sulfur)، پوتاسیم (potassium)، کلسیم (calcium) او مګنیزیم (magnesium) دي. یو نبات کاربن او هایدروجن ډیوکسایډ (hydrogen dioxide) له هوا څخه لاسته راوړي او نور د خاورې له لارې د غذایي موادو په توګه جذب کوي. په بوټي کې سودیم (sodium)، ایوډین (iodine) او کوبالت (cobalt) هم موجود وي خو لکه د پورته یاد شوو توکو په څېر اړین ندي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons