د کیمیا څانګې

کیمیا طبیعي ساینس دی او ماده مطالعه کوي، د مادې بدلونونه مطالعه کوي په مشخصه توګه اتومونه، مالیکولونه، کیمیاوي تعاملونه او هغه ځواکونه کوم چې د کیمیاوي تعامل د رامنځته کېدو لامل کیږي مطالعه کوي.

کیمیا لاندې یاد شوي رانغاړي :
– په ازاد حالت کې کیمیاوي عناصر، اتوم او اتومي ایونونه، همداسې یې یوالی د کیمیاوي بانډونو په ذریعه مطالعه کوي کوم چې با ثباته یا بدلون نه کوونکي مالیکولونه رامنځته کوي او یا هم لږ یا ډېر با ثباته منځګړي تولیدوي.
– هغه بهیرونه کوم چې د مادې د یادو زرو یا مالیکولونو په پېژندنه کې بدلون رامنځته کوي او د تعامل نوم ورته اخیستل کیږي.
– د تعاملونو اړوند مېکانېزمونه کوم چې په کیمیاوي بهیرونو کې شامل وي او یا د دوه شکلونو ترمنځ فزیکي توازن


د خوړو کیمیا
د کیمیا څانګه ده کومه چې د خوړو ترکیب مطالعه کوي، همداسې یې د تولید په بهیر کې، د ساتنې، چمتو کوونې او هاضمې پرمهال بدلون مطالعه کوي. د هغو کیمیاوي توکو تعامل ته کتنه کوي کوم چې په خوړو کې موجود دي. همداسې د هغو ترکیبونو په اړه پلټنې کوي کوم چې د خوړو ساتنه کوي او په خوړو کې د هغو ځانګړنو مطالعه کوي کوم چې د حس په غړو اغیز کوي. د خوړو کیمیا د ژوندیو له کیمیا سره ورته والی لري. د خوړو کیمیا کې چې کوم خواړه مطالعه کیږي په عمده توګه کاربوهایډریټ یا ګلوسید، د پروتینو او امینو اسیدونو لرونکي او شحمو لرونکي خواړه دي. د کیفیت د کنټرول لپاره یې کیمیاوي تجزیه کاریږي تر څو د کیمیاوي او بیولوجیکي ککړتیا او جعل کاري مخنیوی وشي.


د لرغون پوهنې کیمیا
د کیمیا پوه څانګه ده او په لرغونپوهنه کې کاریږي. د بېلګې په توګه که چېرې یوې لرغونې سیمه کې د لرګیو بېلرونه، د خټینو لوښو ټوټې او یا هم پخوانۍ ګلدانۍ وموندل شي نو د لرغون پوهنې کیمیا پوه یې څېړنه کوي ترڅو په بېلرونو او پخوانۍ کوزې یا منګي کې د تارتریک اسیدو (تارتاریک اسید) او یا د کنډ شتون وګوري او په دې ځان پوه کړي چې مخکې یاد د لرګي بېلرونه او یا کوزې د انګورو د شرابو لپاره کارېدې او که نه. دا تخنیک په تېر لرغوني وخت کې د انګورو د شرابو د سوداګري په اړه د مالوماتو لپاره کاریږي.

په ۲۰۱۹ کې د اسیکلي هویوک لرغونې سیمه کې د لرغونپوهنې د کیمیا تخنیک وکارېده او په سیمه کې د ادرارو له غلظت یې دا مالومه کړه چې تقریبا تر ۱۸۰۰ پورې ژوي او انسانان هره ورځ په سیمه کې موجود وو.


د ژوندیو کیمیا
د هغو کیمیاوي تعاملونو مطالعه ده کوم چې د ژوندیو په داخل کې ترسره کیږي په ځانګړې توګه په حجرو کې. د حجرو تر منځ د اړیکې سیستم په اوږدو کې د کیمیاوي بیولوجیکي بهیر پېچلتیا او د میتابولېزم پر مهال د انرژي لېږد کنټرول کیږي. له نیمې پېړۍ را په دیخوا د ژوندیو کیمیا توانېدلې چې ګڼ شمېر بیولوجیکي بهیرونه هم پام کې ونیسي او اوسمهال د بیولوجي زیاتې رشتې له بوټپوهنې نیولې تر طب پورې د ژوندیو کیمیا کاروي او په څېړنو کې یې بوخت دي.

اوس وخت کې د ژوندیو کیمیا د غټو مالیکولونو جوړښت، دندې، فعل او انفعال ته کتنه کوي لکه کاربوهایډرېټونه یا ګلوسیدونه، لیپیدونه، پروتینونه او نیوکلیک اسیدونه کوم چې خپل حجروي شکلونه جوړوي او مختلف ډوله بیولوجیکي دندې ترسره کوي. همداسې د ژوندیو کیمیا تر ټولو وړو مالیکولونو او ایونونو سره هم کار لري او امکان لري چې غیرې عضوي واوسي لکه د هایډرونیم ایون، هایډورکسیل او یا هم وسپنیز کېشنونه او همداسې امکان لري چې عضوي واوسي لکه امینو اسیدونه کوم چې پروتینونه جوړوي.


کیمیاوي بیولوجي
د کیمیا یوه څانګه ده کوم چې ژوندي د کیمیاوي ابزارو یا وسایلو په ذریعه مطالعه کوي. کیمیاوي بیولوجي کلیمه په ۱۹۴۵ کې د کلیفورنیا د ټکنالوجي انسټیټیوټ ابداع کړې. اوسمهال په روغتیا، چاپېریال، د کرنې کیمیا، درملنې، تشخیص او ایکولوجي کې کاریږي.

د ژوندیو له کیمیا سره توپیر لري. د ژوندیو په کیمیاوي پېښو رڼا اچوي او د درملو په جوړولو او پراختیا کې ونډه اخلي. کیمیاوي بیولوجي مالیکولي ابزار، سیستمونه او ټکنالوجي جوړوي کوم چې د بیولوجیکي بهیرونو په پوهېدو کې مرسته کوي.


د ژوندیو د کیمیاوي بهیرونو تقلید کوونکې کیمیا
د عضوي او غیرې عضوي کیمیا یوه څانګه ده. د هغو کیمیاوي تعاملونو د بهیرونو تقلید کوي کوم چې په بیولوجیکي چاپېریال کې ترسره کیږي. کوم توکي چې تولیدوي د بایو انسپایرېشن په نوم یادیږي. د ژوندیو د عضوي کیمیا برخه ګڼل کیږي.

بېلګې
لکه د انزایمي تعاملونو تقلید په مصنوعي کتالیسټونو کول (په مصنوعي انزایمونو). او هڅه کوي چې انزایمونه کوم څه چې زمونږ غړو کې کوي له هغې سره نږدې تعاملونه ترلاسه کړي (حقیقي یا فرض شوي تعاملونه). دا څانګه کولای شي یو ځانګړی انزایم یامالیکول مطالعه کړي او یا هم د یوې وسپنې ځانګړنې پام کې ونیسي. مصنوعي فوټوسنټېز یې یوه بېلګه ده.


تجزیه کوونکې کیمیا
تر اوسه د پېژندل شوو یا نا پېژندل شوو تولیداتو تحلیل کوي په دې مانا چې د کیمیاوي مادو پېژندنه کوي او ځانګړنو یا مشخصاتو ته یې کتنه کوي. د کومو کیمیاوي توکو چې پېژندنه او د ځانګړنو ټاکنه کیږي په انګرېزۍ کې ورته (Analyte) نوم اخیستل کیږي. تر ډېره د تولیداتو د کیفیت د مطالعې لپاره کارېدونکې رشته ده خو له دې پرته یې پولیس هم جرم ځای کې د نښو د مطالعې لپاره کاروي.

په دې رشته کې الې او طریقې د مادو د جلا کولو، کچه کولو او پېژندلو لپاره کاریږي، همداسې یې غلظت او شمېر ته هم کتنه کیږي. د څېړنو لپاره پکې د لندې کیمیا طریقې او د ابزارو طریقې دواړه کاریږي. کلاسیکې د کچه کولو طریقې په جلا کېدنه کوي لکه رسوب، استخراج او تقطیر. پېژندنه یې ممکن د رنګ، بوي، د ویلې کېدو د ټکي، د حل کېدو د وړتیا او د تعامل پر بنسټ وي. له دې پرته پکې کروماتو ګرافي یا د مخلوط په اجزاو وېشنه او د جلا کوونې ځینې نور تخنیکونه هم کارول شي.


د اتموسفیر کیمیا
د اتموسفیر د ساینس یوه څانګه ده کوم چې د ځمکې او د نورو سیارو د اتموسفیر د کیمیا مطالعه کوي. څېړنو کې یې مختلفې رشتې لکه د چاپېریال کیمیا، فزیک، هوا پېژندنه، ډاټا ماډلینګ یا د مالوماتو ترتیب او تنظیم، جیولوجي، د اور شیندنې ساینس، د سمندرونو ساینس ونډه اخلي. د اتموسفیر کیمیا څېړنې د اقلیم پوهنې څېړنو سره ورته والی او نږدېوالی لري.

د اتموسفیر ترکیب او کیمیا باندې پوهېدل اړین دي ځکه چې له ژوندیو سره په مستقیمه توګه فعل او انفعال کوي. اتموسفیر کې تل طبیعي پېښې لکه اور شیندنه او یا له فضا راتلونکې ټوټې او انساني فعالیتونه بدلون رامنځه کوي او په دې بدلونونو کې یې ځینې د انسان لپاره، د کرنې لپاره او اېکو سیستم لپاره زیان اړونکې دي او همداسې اتموسفیر کې د اوزون طبقې ته هم زیان رسوي.


د محلولونو کیمیا
په محلولونو کې تعاملونه مطالعه کوي، محلولونه ممکن اوبه لرونکی او یا عضوي وي. تر ډېره جامد او مایع محلولونه رانغاړي.


د سیستمونو کیمیا
د تعامل کوونکو مالیکولونو د شبکې مطالعه کوي تر څو فعالیتونه د مالیکولونو له سېټ (کتابتون) څخه رامنځته کړي، د سېټ رامنځته کېدنه د مالیکولو د رتبې له مختلفو کخو او له راڅرګندېدونکو ځانګړنو کوي. د سیستمونو کیمیا له ابیو جېنېسیس یا د ژوند له غېرې ژوندۍ مادې څخه له پیدا کېدو سره هم تړاو لري.

د سیستمونو له بیولوجي سره یې تړاو
د سیستمونو کیمیا د کیمیا فرعي څانګه ده کومه چې ټولو کیمیاوي اجزاو ته کتنه نه کوي بلکې د ټولو تعامل کوونکو مالیکولونو شبکه او را څرګندېدونکې ځانګړنې یې مطالعه کوي. د سیستمونو د ساینس او د سیستمونو د بیولوجي په طریقو د کیمیا کلاسیکه پوهه (د مالیکولونو جوړښت، تعاملونه او فعل او انفعال) سره یو ځای کوي.


د جامد حالت کیمیا
د توکو کیمیا نوم هم ورته اخلي. په جامد حالت کې د توکو ترکیب، جوړښت او ځانګړنې مطالعه کوي، د جامد حالت له فزیک سره، منرالوجي، کریسټالوګرافي، خټین لوښي، مېټالورجي، تېرموډاینامېکس، د توکو ساینس او د برېښنایي توکو له تولید سره هم په موازي توګه کاریږي، تمرکز یې د نویو توکو په ځانګړنو او تعاملونو وي.


 

Sidebar



Share
Hide Buttons