Binder – ریبونکی او ګیډۍ کوونکی
باینډر ماشین غله ریبي او له ریبلو سره سم د لاسه ېې ګېډۍ کوي. یو وخت دا ماشین یوازې د وړې غلې د ریبلو لپاره کارېده لکه غنم. په لومړي ځل یو کس دا ماشین په ۱۸۵۰ کې وکاروه چې په دوه اسانو پسې ېې تړلی وو. په کال ۱۸۸۰ کې په لومړي ځل مارکیټ کې وپلورل شو. او په ۲۰ پېړۍ کې د وړې غلې د ریبلو لپاره د باینډر پراخه کاریدنه پېل شوه. په امریکا کې، په ۱۸۹۲ کال کې، د ګېډۍ تړلو تخنیک پکې اضافه شو او د مخې خوا کې ېې پرې کوونکی پلېټ ورکړل شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!