Shire – شایر
د کاري اسونو نسل ده، اصلي ځای یې د انګلستان مرکزي سیمه ده. نسل یې د انګلستان له غټو اسونو اخیستل شوی کوم چې د جګړې پر مهال انسان سره له ۴۰۰ کیلو ګرامه مهماتو له یوه ځای تر بل ځای انتقالوه او د جګړې پر مهال هم کارېدل له همدې اسونو شایر نسل هم په ۱۸ پېړۍ کې اخیستل شوی په نسل رامنځته کېدو کې یې د انګلستان غټ اس او د هالنډ اسونو ګډون کړی. په ۱۸۵۳ کې شایر اسونه متحده ایالتونو ته هم انتقال شول خو هلته چا خوښ نکړل او خلکو د فارم د چارو پر ځای د بل نسل اخیستنې لپاره وکارول.
قد یې تر ۱۷۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۹۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د پښو چار چاپیره یې وېښته لویږي کوم ته چې انګرېزۍ کې (feather) نوم اخلي. په ۱۸۷۸ کال کې انګلستان د دې اسونو د مالوماتو د ثبت لپاره اداره (Shire Horse Society was established) جوړه کړه؛ همداسې متحده ایالتونو په ۱۸۸۵ کې د (American Shire Horse Association) په نامه اداره تاسیس کړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!