شنډونکي کیمیاوي توکي – Chemosterilant
هرهغه کیمیاوي ترکیب ته وېل کیږي کوم چې له منځه وړونکو افتونو او مرضونو پر ضد کاریږي (په ځانګړي ډول د حشرو پر ضد). د دې کارونه په د حشرو په یو یا دواړو جنسونو کې د زېږون سیستم موقتا یا په دایمي توګه له منځه وړي او دغه حشرې بیا نور بچیان یا هګۍ نشي کولای او یا ېې د واړه بچیانو بلوغیت ته د رسېدو مخه نیسي.
که چېرې دا توکي یوه حشره شنډه کړي دا حشره نور تولید مثل نشي کولای. د دې توکو د کارونې لپاره باید روزنه ولیدل شي ځکه چې د حیواناتو او انسانانو لپاره خطرناک ګڼل کیږي که ناسمه کارونه ېې وشي په انسان او حیوان کې د جنتیک بدلون لامل ګرځي.
د حشرو شنډونکي په دوه ګروپونو وېشل شوي. یو ډول ېې (Antimetabolites) لکه (amethopterin and aminopterin) کوم چې په ښځینه حشرو کې شنډتوب رامنځته کوي تر څو نورې هګۍ ونشي کړای. په ځنې حشرو کې هګۍ تولیدیږي مګر په بچیانو نه بدلیږي او یا که په بچیانو بدلې هم شي دغه لاروای بچیان بلوغیت ته نه رسیږي.
دوېم ډول (Alkylating agents) ده لکه (tepa, metepa, and apholate) چې جنیتیکي بدلون رامنځته کوي او په دواړه جنسونو نر او ښځې حشرې کې کروموزم ته زېان رسوي.
په شخوند وهونکو حیواناتو کې د ښځینه هورمون مېسټرانول (mestranol) شنډوي او همداسې (triethylenemelamine) په نر مارغه کې د مثل د تولید د حجراتو وده او د وېش مخنیوی کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!