شیندونکی – Crop duster
معمولا د لوی مساحت لرونکې کروندې کې د کیمیاوي توکو شیندلو لپاره ځانګړې الوتکې کاریږي چې په فصل باندې د حشرو وژونکي کیمیاوي توکي شیندي. ډېر وخت وړې چورلکې او یا د شیندونکو نور ډولونه لکه لاسي شیندونکي او یا هم په ټریکټر یا نورو غټو موټرو کې شیندونکي هم کاریږي. د الوتکې طریقه تر ټول ښه ده ځکه که چېرې ټایر لرونکي موټر د شیندلو لپاره وکارول شي ممکن فصل خراب کړي. بل دا چې له هوا شیندنه (Aerial spraying)په ډېر کم وخت کې چټکه شیندنه کولای شي. په دې تخنیک باندې په ۱۹۶۰ لسیزه کې ډېر کار وشو تر څو دغه سیستم پرمختللی کړي اوس مهال له هوا شیندنه کې د یو هکتار ځمکې لپاره ۷۰ ګرامه کیمیاوي توکي کافي دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!