عضوي کرنه – Organic farming
په انګریزي کې ورته ( organic gardening) هم وایي. په دې سیستم کې د افتونو د مخنیوي او د حاصلخېزۍ لپاره د کیمیاوي توکو او طریقو پر ځای بیولوژیکي طریقې یا میتودونه کاریږي. د عضوي کرنې بزګر او د تولید کاروونکي په دې نظر دي چېکیمیاوي توکي په کرنه کې شیندل د چاپېریال او روغتیا لپاره زېانمن دي او په همدې وجه د عضوي کرنې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.
په ۱۹۳۰ لسیزه کې، کله چې البرټ هوارډ (Sir Albert Howard) د انګلستان د کرنې ساینسپوه خلکو ته یو هولسټک او ټول اړخیز سیستم وروپېژانده په کوم سیستم کې چې د حیواناتو پارو، د ښارونو ضایعات او ځنې د کارېدلو بوټو پاتې شوني د ځمکې د تغذېې لپاره کاریږي نو ځنې خلکو دغه د عضوي کرنې سیستم تر کیمیاوي طریقې غوره وګاڼه او دا سیستم د ټولو لویو وچو په وړو برخو کې وکارېده. په نړۍ کې خلکو ځنې اورګانیک یا عضوي توکي، حیواني سرې، د لښتیو اوبه، د نباتاتو مقوي مواد، شنه واښه، بوس، او نور له کرنې پاتې شوني د ځمکې د فزیکي جوړښت، تغذېې او صاحلخېزۍ لپاره وکارول. بیولوژیکي طریقه د افتونو د مخنیوي لپاره لاندې یادې شوې طریقې کاروي لکه:
متناوبه کرنه، د مختلفو محصولاتو کرنه، د داسې بوټو کرنه چې د افتونو مخنیوی کوي، د افتونو د مدیریتتخنیکونه، په کرنه کې د داسې حیواناتو پرېښودل چې د زېان رسوونکو حیواناتو ښکار کوي لکه غڼې چې د حشرو ښکار کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!