فرمان
فرمان د قانون حکم ته وايي چې معمولا د ځانګړې کړنلارې مطابق د حکومت د ریس لخوا صادریږي (په جمهوري نظام کې د ریس جمهور لخوا، او په شاهي نظام کې د پاچا لخوا.) د فرمان لپاره ځانګړې اصطلاح ګانې کاریږي چې په هر ملک کې توپیر لري لکه امریکا د متحده ایالتو دریس جمهور اجرایي امرونه فرمانونه دي.
همداسې یو فرمان په دقیقه توګه یو امر نه ده. په انګریزي کې دا لفظ د واک لرونکي کس پرېکړې ته وایي .
بلجیم
په بلجیم کې فرمان دټولنې یا سیمه یز پارلمان قانون ده. دبېلګې په توګه د فلاندرز پارلمان یا فرانکو فون پارلمان .
فرانسه :
د فرانسې حکومت دلته وګوری (تراوسه نه دی لیکل شوی)
په فرانسه کې فرمان د ریس جمهور یا صدر اعظم امر ته وایي د دې اعلی صلاحیت لرونکو هر هغه امر چې د فرانسې اساسي قانون یا د فرانسې د قانون کوډونه مراعت کړی وي فرمان ګڼل کیږي. او همداسې یو تنظیم یا پارټی حق لري چې د دولت د شورا د فرمان د باطل کېدو وړاندیز وکړي. او مخکې له دې چې د مقننه ځواک عمل وګرځي باید د پارلمان لخوا تصویب شي.
ایټالیا:
د ایټالیا قانون
۷۷ ماده د ایټالیا اساسي قانون، حکومت نشي کولای چې یو عام یا عادي قانون صادر کړي. کله چې په یو فوق العاده یا د سمدستي اړتیا په وخت کې موقتي تدبیرونه نیسي. نو دقانون مطابق اقدامات کوي. او هماغه ورز ېې جرګې ته په اړه مالومات ورکوي نو د جرګې لخوا تصدیق کیږي، منحل کیږي، او یا هم په پنځو ورځو کې احضار کیږي.
که چېرې دا فرمان له پېل، خپرېدو نه تر ۶۰ ورځو پورې تصدیق نشي نو خپل ارزښت او اعتبار له لاسه ورکوي او د رد شوي فرمان لست کې اضافه کیږي.
پرتګال :
د پورتګال قانون
په پورتګال کې څو ډوله فرمان شتون لري. یو ډول فرمان چې په پورتګال کې ورته دیکروتوس وایي د مختلفو مستقلو ادارو او خپله د دولت د فدرالي خودمختاره سیمو لخوا خپریږي.
۱- دفرمان قانون د قانون جوړونې عمل دې چې د پورتګان د حکومت لخوا صادریږي. او د فرمان صادرولو لپاره د پورتګان د اساسي ۱۹۸ ماده پکې مراعت کیږي.
۲- دسیمې دفرمان قانون، چې دفدرالي خودمختاره سیمو د شورا لخوا دا فرمان صادریږي.
۳- د ریس جمهور لخوا فرمان صادرېدل
۴- دنړیوالو معاهدو لپاره فرمان، د اساسي قانون د ۱۹۹ مادې په اساس چې د حکومت لخوا صادریږي.
ایران
په ایران کې فرمان د اساسي قانون د ۱۱۰ مادې په اساس د انقلاب د رهبر لخوا فرمان صادریږي.
روسیه
د روسې د ریس جمهور فرمان
د روسې له انقلاب نه وروسته، د دولت اعلامیه فرمان ګڼل کېده. چې په روسیه کې ورته اوکاز وېل کېده او معنی ېې فرمان ته ورته والی لاره. د روسې دفدراسیون د اساسي قانون ۱۹۹۳ مطابق اوکاز یو جموري فرمان ده. خو دغه جمهوري فرمان باید اساسي قانون ته تغیر ورنکړی او یا هم ورسره ټکر کې نه وي. او ممکن دغه فرمان د فدراسیون دشورا قانون وګرځي.
همداسې یو بل فرمان هم د روسې دحکومت لخوا صادریږي چې د امر او پرېکړې په نامه یادیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!