لوی اکتشافونه — دهند دلارې پېدا کولو هڅه — اقتصادي انګېزه
د منځنیو پیړیو تر اخرپورې دجغرافې علم محدود وو, یا څرګند مالومات نه وو. د مدیترانې سمندري بندرونه د قدیمي تمدن او صلیبي جګړو له دوران نه پېژندل شوي وو. کله چې مارکوپولو خپل کتاب ولیکه او په دې کتاب کې ېې د لرې شرق د وریښمو، سره زرو او مثاله جاتو یادونه وکړه نو د اروپایانو طمع او حرص ېې راوپاروه.
مثاله جات پخوا په اروپا کې د پخلنځي تر څنګ په درملو کې هم کارېدل. له شرق نه به دمدیترانې تر شرقي بندر پورې دعربو سوداګرو رسول او له دې ځای نه به د ونېز او ژن ښارونو له لارې تر نورې اروپا رسول کېدل. په همدې وجه ډېر قیمته تمامېدل. له بلې خوا د کانستان تینوپل ښار چې اوسنی نوم ېې استانبول دې په کال ۱۴۵۳ کې د ترک مسلمانانو لاس ته ورغی او ترکانو هڅه وکړه چې له دې لارې سوداګري په خپل کنټرول کې واخلي. په همدې وجه اروپایان و کوښښ وکړ تر څو هند سره مستقیمه سمندري لار پیدا کړي او دغه توکي نیغ په نیغه د سمندر له لارې تر اروپا ورسوي. بله وجه ېې دا وه چې په اروپا کې د سېکو کمی د قیمتي فلزاتو د نشتوالي په وجه راغی تر څو سېکې جوړې او بیا له هندیانو یا عربو سوداګرو نه په بدل کې اړین توکي واخلي.
په دې وخت کې هسپانویانو او پرتګالیانو کوښښ وکړ چې د هند سره مستقیمه سمندري لار پېدا کړي.
د غرب په لور لار او سفر— د هند دلارې پېدا کولو هڅه
کریستوف کولومب د هند د لارې پېدا کولو لپاره په سمندر کې د غرب لار خوښه کړه . کریستوف یو ژنوایي سرتیری وو چې فیېردیناند اف اراګون او ایزابېل اف کاستیل چې کتولیک عیسویان او د هسپانیا پادشاه او مللکه وو کار کاوه او د دوي په خدمت کې وه.
په دې وخت کې خلکو د ځمکې د څرنګوالي په اړه خپل نظریات خپاره کړي وو په همدې وجه کریستوف فکر کاوه چې هسپانیا صرف د سمندر یوې تنګې له هند نه جلا کړې او په همدې وجه ېې جرات وکړ چې دا سفر د هند موندنې لپاره پېل کړي. په کال ۱۴۹۲ د اګست مېاشتې کې د درې بیړیو چې عام نوم ېې کروېل او خاص نومونه ېې پینتا، نینا او سانتا ماریا وو روان شو. وروسته له دونیمو میاشتو سفر د باهاماس ټاپو ته ورسېد. کله چې اوسنې امریکا ته ورسېد فکر ېې کاوه چې هند ېې پېدا کړ او تر مرګ پورې په همدې باور وو چې هند ېې پېدا کړ په همدې وجه اوس هم د امریکا اصلي خلکو ته هندیان وايي. له ده سره بل ملګری چې کیشتی ېې تر کریستوف مخکې د امریکا ساحل ته ورسېده فکر ېې کاوه چې نوې لویه وچه یا براعظم ېې موندلی د دې ملګری نوم ېې امېریګو وېس پوکسي وو او له همدې وجې ن ن دې لوېې وچې ته د امریکا نوم اخېستل کیږي.
د دې سفر اصلي وجوهات :
تر څو د هغه ځای اصلي خلک عیسویان کړي او اسلام مخه ونیسي تر څو مسلمانان نشي.
د خپلو خلکو تر منځ کریستوف ځان لوړ کړي او خپل ځان ته مذهبي تجلیل وروبښي.
دمسلمانانو خلاف چې اوسنی استانبول ېې نیولی وو او هر ځای کې له عیسویت ، یهودیت او بې مذهبو او بت پرستو سره په جګړه کې بوخت وو قوي کړي.
د عیسویانو په اند: عیسویت ته خلک دعوت کړي تر څو ېې له ګمراهي ژغورلي وي
د جنوب غرب په لور سفر— دهند دلارې پېداکولو هڅه
د پنځم چارلز وخت کې د پرتګال یو کس چې نوم ېې مجوله وو هڅه وکړه چې د هند لار پېدا کړي. مجوله په ۱۵۱۹ کې روان شو او درې کاله ېې سفر ته دوام ورکړ. له ځان سره ېې ۵ کیشتی او ۲۶۵ کسان روان کړل. مجوله له امریکا راتاو شو او په دې ځای کې د یو سمندر له تنګې تېر شو چې اوس دهمدې کس په نامه یادیږي. مجوله خپل سفر د اقیانوس له سمندر نه پېل کړ او دفلپاین له خلکو سره په جګړه کې مړ شو. د ده پلان ته بل نظامي افسر چې دلکانو نومېده ادامه ورکړه او په کال ۱۵۲۲ کې د هند د سمندر لارې بېرته هسپانیا ته راوګرزېده.
د پرتګال امپراطوري :
په کال ۱۵۰۵ کې پرتګالیان د هند سمندر ته ولاړل، په دې وخت کې د مصر پادشاه د اروپایانو د تهاجم لپاره خپل پوځ تېار کړ چې په سمندر کې پرې حمله وکړي تر څو دهند او مصر تر منځ د سوداګري لار بېرته خلاصه کړي.
په کال ۱۵۰۷ کې د اپریل او مې میاشتو تر منځ د اروپایانو جرات له خپل حد نه اوښتی وو او لسګونه سمندري بیړی ېې د سور سمندر نه واوښتې تر څو د هند سوداګري بیړی لوټ کړي.
په کال ۱۵۰۹ کې تر اروپا خبر ورسېد چې اروپایانو په سمندر کې د هند پوځ ته سخته ماتې ورکړې او ټولې دسوداګري بیړی ېې نیولي او لوټ کړي.
په کال ۱۵۱۴ کې ۶ کاله کېدل چې د هند هیڅ سمندري بیړی د جدې تر سمندري بندر پورې نه وه رسېدلې له دې وروسته د اروپایانو تجاوز د یمن په ساحلي خطونو دوام وکړ او پرګالیانو په سمندر کې د غلا لپاره د سمندر په ساحلونو کې کلاګانې جوړې کړې چې ډېر شمېر کلاګانې ېې د هند په غربي ساحلونو کې ابادې کړې او دلته له خپلو کورنیو سره مېشت شول.
د پرتګالیانو له ملک نه بهر عملیات په کامیابي مخ ته روان وو: په کال ۱۵۰۵ کې سویلان، ګوا، د اورمز بندرد چې خلیج فارس سره دې، سوکوترا، آدن چې د سور سمندر سره دې، په کال ۱۵۰۹ کې مالاکا، په کال ۱۵۱۱ کې ملوک چې د مثاله جاتو مرکزوو ونیول. له دې وروسته ېې په کال ۱۵۳۰ کې د چین ماکوو کې یوه نظامي کلا جوړه کړه تر څو د خپل ګټو لار او سیمه وساتي.
خو د هند په مسلمانانو ېې ډېر زیات ظلم وکړ د دوي کورونه ېې وسوزول، ښارونه ېې ورته ړنګ کړل، حلال ېې کړل او په ژوندیني ېې د وجود برخې ورنه پرې کړې اوبیا ېې په بې رحمي مړه کړل.
دغه سیمه په هغه وخت کې د پرتګال لپاره د سوداګري مرکز شوله کومه ځایه چې پرتګال مثاله جات، سېکې، او نور قیمتي فلزات راوړل دغه توکي به ېې تر لسبون ښار پورې رارسول او له دې ښار نه تر ټولې اروپا خپرېدل.
د پرګال د امپراطوري کمزورتېا صرف دا نه وه چې استعمار ېې په خلکو کې ژورې ریښې نلرلې بلکه د دوي کلاګانې د ښارونو له مرکز نه لرې وې د درامد کمی او له بلې خوا خپله پرتګال د اروپا وړکی ملک دې چې وېې نشو کړای خپل استعما په دې ملکونو کې تل پاتې کړي. یوازې په برازیل کې د پرتګال کالونی تل پاتې او مستحکمه وه.
د هسپانیا امپراطوري:
وروسته له دې چې هسپانیا د فېردیناند اف اراګون په دوران کې امریکا کشف کړه په دې وخت کې په امریکا کې دوه سترې امپراطوری وې چې یوه امپراطوري د ازتېک (د مکسیکوخلک) بله امپراطوري د انکاس (دجنوبي امریکا خلکو) وه. هسپانویانو هوډ وکړ چې دا دواړه امپراطوری نسکورې کړي د نسکورېدو لپاره ېې سلګونه کسان، لسګونه ټوپک چمتو کړل.
دمکسیکو مستعمره کول د یو مهربانه کس چې نوم ېې فېرناند کورتې وه د ۱۵۱۹-۱۵۵۲ کلونو تر منځ مسولیت په غاړه واخیست. مکسیکو په مستعمره کولو کې د مکسیکو اصلي خلک هم د خپلې امپراطوري نه لاس په سر شوي وو او دهسپانویانو ملاتړ ېې وکړ.
د پېرو د مستعمره کولو لپاره دوه ډېر ظالم کسان فرانسیسکو پیزارو او دییګودالماګرو وو چې د ۱۵۱۳-۱۵۳۵ کلونو تر منځ ېې د پېرو د کلیو خلک حلال کړل او نیم ېې ژوندي په اور وسوزول. له دې لږ وخت وروسته دې کسانو پلاتا، کولمبیا، وینزوېلا، کالیفورنیا، مسي پی سي ونیول.
پنځم چارلز د هسپانیا امپراتوري ته اداري ټاکنیز وکړ چې یوه د هندیانو شورا کومه چې دښار په منځ کې تاسیس شوې وه جوړه کړه تر څو مستقل فرمان صادر کړای شي، له دې پرته ېې د کالونیو لپاره په ملکي او نظامي پوسټونو هسپانویان وټاکل. دوه ېې دسلطنتونو لپاره نایبان وټاکل چې یو د مکیسکو او بل د لیما مسولیت په غاړه لره.
د دوه امپراطوریو (هسپانیا او پرتګال) تر منځ رقابت
په سمندر کې سفرونه د دې لامل شول چې پرتګالیان په خپلو مستعمرو کې سوداګریز او نظامي اډې جوړې کړي چې دغه کلاګانې په هند، اندونیزیا، افریقا، چین او برازیل کې وې.
همداسې هسپانویانو دامریکا لویه وچه کشف کړه، هلته ېې خپلې کالونی ابادې کړې او د دې سیمې له قیمتي فلزاتو او نورو زیرمو ګټه پورته کوله.
دې وضیعت د دواړو امپراطوریو تر منځ رقابت ته لمن ووهله تر څو په سیمو کې خپلې ګټې خوندي وساتي. کله چې د دوي ترمنځ رقابت زیات شو نو په کال ۱۴۹۳ کې پاپ الکسندر چې د ټاپوګانو ارباب وه د دوی ترمنځ معاهده ولیکله . وروسته په کال ۱۵۲۹ کې دواړو امپراطوریو بله معاهده لاس لیک کړه چې د توردوسيلاس په نامه یادېده په دې معاهده کې دواړو ملکونو استعماري سیمې ښودل شوې وې او په راتلونکې کې په کوم لور چې نورې سیمې کشف شي د چا به وي دا لوري پکې په ډاګه شوي وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!