لیریوپي – Liriope

د سمندري ناوې وړوکی نسل ده، د کلاس نوم ېې هایدروزوا او د فیلوم نوم سینیداریا ده. چترۍ ته ورته میدوسا شکل نیمه کرې ته ورته والی لري. د بدن قطر ېې ۳۰ ملي متره پورې ده. د بدن له چار چاپیر نه ېې ۸ تارونه یا ټینټکل زوړند دي. یو بل تار چې د منوبریم په نامه یادیږي په همدې تار کې ېې خوله ده. د اتلانتیک سمندر په ګرمو سیمو او ارام سمندر کې پیدا کیږي. لیریوپي خپل ژوند په سطحه پورې دځان له نښلولو نه پېل کوي بلکه القاح شوې هګۍ په مستقیما توګه د وړو میدوسا په شکل کې وده کوي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons