مالاتیون – Malathion
د (carbophos, mercaptothion, and maldison) په نامه هم یادیږي. د سپږو، خسکو، اکاریدو او حشرو وژنې لپاره کاریږي. د پاراتیون (parathion) په پرتله انسانانو ته کم زهري دي. مالاتیون د کور په باغچو کې د میوې د سپږۍ، میاشو او د میوې د میاشو د کنټرول لپاره هم کاریږي. مالاتیون بې رنګه او زېړ رنګ کې پېدا کیږي، بد بوي لري او پرته له هایدرو کاربن څخه په ډېرو اورګانیک محلولونو کې د حل کېدو وړ دي. په اوبو کې نه حل کیږي او الکلي کې تجزیه کیږي. عصبي سیستم ګډ وډ کوي او مرګ لامل ګرځي.
Comments
So empty here ... leave a comment!