متناوبه کرنه – Crop rotation
په یوه ځانګړي ترتیب کې، د څو دفصلونو په یوه ځمکې کې، په بریالیتوب سره کرنې ته وایي. دغه د کرنې بریالیتوب اتفاقي او یا د یوې کرنې سیستم نده. په ټول انساني تاریخ کې چېرته چې کرنه شوې هلته متناوبه کرنه هم تر سره شوې. په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان اول د کرنې کتارونه، ژر حاصل ورکونکې غله، او درېم د شنو کرنه کوله. دا ډول کرنه اقتصادي ګټې لري، ځمکه له وچېدو ژغوري، د باران اوبه د ځمکې خاوره له ځان سره نشي لاهو کولای، ځمکه له تخریب کېدو ژغورل کیږي او شینوالی هم زېاتیږي.
یو ساده متناوبه کرنه داسې وي لکه جوار، اوربشې او ریشقه یا کچالو، غنم او ریشقه. کوم پراخوالی چې د ریشقې کرنې ته ورکړل شوی ځمکه له تخریب کېدو ژغوري ځمکې ته اورګانیک توکي ورکوي تر څو ځمکه ځان تغذیه کړي او د تغذیه کېدو بدل کې حاصلخېزه شي. که د ریشقې یا هر بل ډول شنو د کرنې په پراخوالي کې کمی راوستل شي نو مناسبه نده او په کرکېلې خپل اغیز لرلای شي.
د هرې کرکېلې په یو بل اغیز، د هرې کرکېلې پر ځمکې اغیز او همداسې د هرې کرنې حشرو، افتونو او مرضونو ته عکس العمل په دقت سره یوې ترتیب شوې پاملرنې ته اړتیا لري. که چېرې په دې کتارونو کې سبزي کری نو د سبزي بوټې باید اوږدې ریښې لرونکې وي کنه ښه تولید نکوي او همداسې که چېرې د ریشقې یا بل هر ډول شنو د کتارونو په پراخوالي کې کمی راولی نو په سبزي کې به له لاسه ورکوونه رامنځته شي. معمولا څلور کاله په تکراري ډول دا کرنه ترسره کیږي خو ځینو کرکېلو موده تر ۸ کاله یا زېاته وي. په هره سیمه کې باید متناوبه کرنه هوا او خاورې ته په کتنه تر سره شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!