مخ – Front

په هوا پېژندنه کې د دوه لویو بادونو کوم چې مختلف غلظت او تودوخه لري د انتقال زون یا د یو بل سره د نښلېدو کرښه ده. د دې کرښې نوم یو ناروېجي هوا پېژندونکي د لومړۍ نړېوالې جګړې پر مهال ایښی. فرنټل زون (frontal zone) تل د کم بارومېتریک فشار، د باد په لور کې توپیر راتلل، لوندوالي کې زېاتوالي او ورېدنې سره مل وي.

څو ډوله مختلف مخونه یا فرنټ شته دي چې اساسا د سوړ باد د جریان له لوري سره تړاو لري. هوا پېژندونکي دغې څنډې ته سوړ مخ (cold front) وایي. د دواړو نیمو کرو په منځنیو عرض البلدونو کې سوړ باد د استوا او شرق لور ته حرکت کوي چې لوړوالی ېې تقریبا ۱.۵ کیلومتر (۱ مایل) وي. سوړ باد تقریبا له ۸۰ تر ۱۶۰ کیلو متره پورې لویږي چې د پیچومي ماېل شکل اختیار کوي او له ځان سره ورېدنه، تالند او برېښنا هم لري. په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۶۵ کیلو متره پورې سرعت لري.

ګرم مخ (warm front) د ګرم باد پوله ده او د سوړ باد وروسته تګ. په یو ثابت فضایي فشار کې ګرم باد تر سوړ باد څخه کم غلظت لري. دا باد کوښښ کوي چې د وروسته تګ پر ځای د سوړ باد له پاسه خپور شي. ګرم باد تقریبا له سوړ باد څخه ورو حرکت کوي د دې باد لوړوالی تقریبا ۱.۵ کیلومتر مګر په ۳۲۰ کیلو متره کې غورزیږي او سر ښکته د پېچومي شکل جوړوي. که چېرې په ژمي کې دا باد د سوړ باد له پاسه تېر شي نو سخت ساړه رامنځته کیږي د ګرم مخ (warm front) له پېل څخه تر ۱۰۰ کیلو متره پورې د واورې د ورېدنې توپان امکان پیدا کیږي.
خو لکه تل که چېرې د کم فشار چار چاپېره سوړ باد د ګرم باد له پاسه تېر شي او ترې مخکې شي نو پاېله ېې (occluded front) ده او یا په منځنیو لوړو عرض البلدونو کې د ګرد باد توپان (Cyclonic storms) ده چې د ګرم او سوړ باد د فرنټل یا مخیزې پولې تر منځ د یوې څپې په څېر پېل کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons