مذهبي بحران – ریفورم – پروتستان
په کال ۱۴۵۳ کې کله چې ترکانو قسطنطنیه (اوسنی اسانبو، چې په انګریزي او فرانسوي کې ورته کانستانتینوپل وایي) ونیوله نو له یونان نه زېات شمېر خلک ایټالیا ته ګډوال شول. دغو یوناني ګدوالو له ځان سره یونانۍ فلسفه (افلاطوني فلسفه، او دیوناني پلارانو فلسفه) یوړله. دې فلسفې او علم غربي اروپایانو ته نوی روحاني بعد وروباښه.
له دې پرته دکلیسا عقیدوي مفکورې دکلیسا پیروانو ته اطمینان نشو ورکولای او د دوي ذهن کې هر پېدا شوی سوال ېې نشو ځواب کولای. د عیسویانو په باور د دې وجه دا وه چې د انجیل په ژباړه او تفسیر کې غفلت شوی وو او له تېروتنو ډک وو. ژباړه ېې ډېره مغلقه وه او غېرې مسلکي خلک نه پرې پوهېدل.
په دې وخت کې پر انسانیت باور لرونکو خلکو چې پوهنتون کې ېې انتیک ژبې لوستې وې پرېکړه وکړه چې دانجیل مغلق او اندېښنه پیدا کوونکی تفسیر ته د پای ټکی کېږدي.
د عیسویانو په باور دغه بشردوستان د انتیک ژبو په مرسته وتوانېدل چې انجیل د ګلانو باغ کړي او له انجیل نه د ژباړې غلطیانې لرې کړي تر څو دانجیل د متن اصلي ژباړه وکړې او تر خلکو ېې ورسوي او په دې کار سره د انجیل د ژباړې او تفسیر په نامه خپاره شويو خرافاتو مخه ونیسي.
اولنۍ انجیل چې دولګت په نامه یادېده او په پنځمه پیړی کې په لاتیني ژبه لیکل شوی وو. دغه کتاب سنت جېروم د ۳۳۱- ۴۲۰ کلونو تر منځ لیکل شوی او خپور شوی. ژباړه ېې په عبري، یوناني او ارمني ژبو شوې وه. د عیسویانو په باور د دغه کتاب ژباړه مغلقه، نامناسبه او د غلطیانو ډکه وه.
د سمون لپاره دغو انسان ګرایانو له فلسفې، انتیک ژبو، په تفسیر او ژباړې له پوهېدنې ګټه پورته کړه.
له سمون وروسته نه صرف مذهبي عیسویانو ورته د بشپړ چارې او ژباړې لقب ورکړ بلکې همداسې په ګرامر او ژبه پوهېدونکو هم دا ریفورم وستایه.
د مذهبي مشرانو یوه ارستوکراسي
مونږ خپل مذهبي مشران وینو چې له غرور نه پړسېدلي زمونږ په لور را روان دي. د انګلستان بهترینې جامې ېې په غاړه دي او لاسونه ېې د قیمتي بندونو او ګوتمو ډک دي, په ډېر فخر سره ېې د خپل ورون یا پتون پر مفصل ایښي دي. په اسپ ناست او مزل کوي او د خپلې کورنۍ پرېمانه غړي ورپسې روان دي. ټولو ځلېدونکې جامې اغوستي.
ښکلي کورونه لري او خپلو کورونو کې جشنونه جوړوي. د هر ډول عیاشي لپاره وخت لري.
دوي ته د مذهب په نامه دنیکو خلکو مرسته په حمامونو کې د دوي پر وېښتانو، ښکاري سپیانو، او شاهین یا بازانو مصرفیږي.
(د ژان بوتزباخ شاهیدي د ۱۵ پېړۍ پای)
ډېر مذهبې خلک چې په کلیسا کې په چارو بوخت وو، په مذهب نه پوهېدل او مذهبي مشران ېې په خپله عیاشي کې ډوب وو.
همداسې کومو خلکو چې د عیسویت پیروانو ته تدریس کاوه د عیسویانو عقیدوي فکري سوالونه د بې علمي له وجې نشو ځواب کولای. اکثره دعیسویت تدریس کوونکو زدکړې هم نلرلې بلکه هر کس مذهب د ډوډۍ پېدا کولو وصیله ګرځولې وه. دې وضعېت د مذهب په نامه هر جرم، بې لاري، ظلم او خرافاتو ته لار هواره کړې وه. چې خلک کلک عکس العمل ښودلو ته اړ شو او د خلکو خوځښت او عکس العمل مذهبي ریفورم یا اصلاحاتو ته لار هواره کړه.
مذهبي مشرانو په هغه وخت کې د سیاسي قدرت لاس ته راوړلو لپاره، په خلکو باندې دپیسو بدل کې مغفرت خرڅول، د مذهبي ځایونو جوړولو په نامه پېسې او مال راغونډولو لپاره د مذهب په نامه ډېرې خرافاتي لارې کارولې چې عیسویت کې نشته.
په دې وخت کې داراسموس په نامه یوه عیسوي خواست وکړ چې انجیل باید دوباره ولوستل شي او د مذهب په نامه خرافات باید له مذهب نه لرې شي.
ځکه ډېر وخت به خلکو جرمونه کول او بېرته به ېې د لګ پیسو بدل کې له مذهبي مشرانو مغفرت اخیسته .
کله چې عیسویت کې ریفور رامنځ ته کېده نوعیسویان په لاندې ډلو ووېشل شول:
کتولیک عیسویان چې د پاپ ملاتړي دي
پروتستان یا لودرېزم چې د لودر ملاتړي دي
انګليکنیزم چې وروسته یوه فرانسوي دا ډله جوړه کړه
لودرېزم:
لودر د نومبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۴۸۳ د جرمني په سکسوني کې زېږېدلی. د فروري په ۱۸نېټه، کال ۱۵۴۶ په جرمني کې مړ شوی.
د عقایدو ساینس ېې لوستی وو، د عیسویت اصلاح کوونکی او د۱۶ پېړۍ کتلست ګنړل کیږي.
پیلنۍ زدکړې ېې په ‘فرېردوله وي’ کې کړي او لوړې زدکړې ېې د ‘اېر فورت’ پوهنتون کې د عقایدو ساینس لوستی.
لودر یو بشر دوسته کس وه چې په سیاست او حکومت کې د روحانیونو مخالف وو. په اول کې ېې د یو راهب په څېر دنده مخکې وړله وروسته ېې په عیسویت کې دوکتورا تر لاسه کړه او په ویتن برګ پوهنتون کې استاد شو. په هغه وخت کې چې د عیسویت په نامه ډېر جنګونه او ظلمونه کېدل ډېرو خرافاتوته مذهب وېل کېده نو په همدې وجه لودر ډېرې اندېښنې لرلې کله ېې چې انجیل مطالعه کړ خپلو اندېښنو ته ېې ځوابونه پېدا کړل.
عیسویان خپل مذهب کې د ژغورنې لار لري چې ډېر وخت د ژغورنې په نامه ظلمونه کېدل کوم کس به چې مسلمان شو یا به بت پرست شو هغه ته به ېې په ژوندیني اور لګاوه …. لودر د عیسویانو ډېرې کړنې له عیسویت سره په ټکر کې وګڼلې. کله به چې عیسوي مشرانو پر خلکو مغفرت خرڅاوه ، لودر به د دوي په دې کړنې ډېر زورېده. په همدې وجه لودر داکتوبر میاشت پر ۳۱ نېټه، کال ۱۵۱۷ کې چې د مذهبي ریفورم اساس ګڼل کیږي یو رساله چې ۹۵ مادیزه وه پر دیوارونو زوړنده کړه. دغې رسالې په خلکو کې روحاني جذبه راوپاروله او د جرمني تر ډېرو برخو ورسېده. لودر له دې وروسته د خپل دوکترین برخې په متواتره توګه خپرې کړې. کله چې د روم کلیسا ته په کال ۱۵۲۱ کې ولاړ هلته خلکو د کلیسا له ټولنې وویسته. په دې غونډه کې د هسپانیا پاچا (پنځم چارلز) هم حضور درلود . پاچا چې کله د لودر خبرې واورېدې په عیسویت کې ېې د لودر د نظریاتو شتون رد کړ.
د لودرېزم خپرېدل
له ۱۵۲۶ تر ۱۵۴۰ په هغو سیمو کې چې دشهزاده ګانو دتسلط لاندې وې ریفورم ادامه لرله. همداسې نورو ښارونو کې چې دریفورم بهیر پر مخ روان وو تر ۱۵۴۰ پورې دامپراطوري له ۶۵ ښارونو په ۵۱ ښارونو کې ریفورم بشپړ شوی وو. پر اسکادیناوي ملکونو هم ریفورم ځان تحمیل کړ.
لکه څرنګه چې لودرېزم په جرمنیانو کې خپور شوی وو همداسې کالوانېزم وکړای شو چې د بالتیک ملکونوکې ، هنګري، پولنډ او بوهېم کې مذهبي ریفورم را منځ ته کړي. په فرانکو فون (دبلجیم، جرمني، سویس او ستراسبورګ فرانسویان) او هالنډ کې د رقابت په وجه د لودرېزم مخه ونیول شوه او په جرمني، اسکاندیناوي ملکونو کې محدود پاتې شو. په یادو شوو سیمو کې کالوانېزم پیاده شو.
د لودر د نظریاتو خپرېدل
په جرمني کې د ۱۵۱۸- ۱۵۲۵ کلونو تر منځ د لودر نظریات په غېرې معمولي ډول خپاره شول. لکه څرنګه چې جرمنیانو په وطندوستي باور لاره او د وطندوستي نظریات به ډېر ژر خپرېدل همداسې د لودر نظریات هم ډېر په چټکۍ سره خپاره شول.
لودر خپل پیغامونه په ډېره ساده ژبه لیکلي وو چې هر بیسواده جرمني وګړی پرې پوهېده. د نظریاتو له خپرېدو سره د چاپ د ماشین اختراع هم ډېره مرسته وکړه. په اول ځل تقریبا ۵۰۰۰۰۰ نسخې چاپ او خپرې شوې. په دوېم ځل د ۱۵۱۷- ۱۵۲۰ کلونو ترمنځ ۱۵۰۰۰۰ نسخې خپرې او چاپ شوې، او تر ۱۵۲۴ کال پورې ۹۹۰۰۰۰ نسخې چاپ او خپرې شوې.
درې ټولنیزو ګروپونو هم په خپرېدو کې ونډه واخیسته : ځوان مذهبي نسل چې په مذهب کې کومه خاص دنده نلرله بلکه د مذهب پیروان وو، د ۱۴۹۰- ۱۵۰۵ کال تر منځ زېږېدلی نسل او د شهزاده ګانو هغه ګروپ چې مشري ېې یو بشر دوسته کس د رېچ ون هوتون په نامه کوله.
د دهقانانو جګړه
دوه داسې پېښې وشوې چې د لودرېزم خوځښت سره ېې ځنې خلک مخالف کړل:
په ۱۵۲۳ کې کله چې د امپراطوري په جنوب غرب کې یو اشرافي قیام دمذهبي شهزادګانو خلاف رامنځ ته شو، د لودر له مذهبې شهزادګانو سره د مرستې کولو انکار.
په ۱۵۲۵ کې کله چې دهقانانو د لودر ځنې ټولنیز نظریات مطالعه کړل او دغه نظریات ېې د خپل پروګرام سره مخلوط کړل تر څو داجتماعي او سیاسي حقوقو دعوا وکړي; د دې دعوا لپاره ېې اسلحه واخیسته او مسلح پاڅون ېې وکړ خو د جرمني د شهزادګانو لخوا وځپل شول. له ځپل کېدو وروسته لودر له شهزادګانو خواست وکړ چې هر هغه کس مجرم وګڼي چا چې اسلحه د پاڅون پر وخت لاس کې اخیستې وه او بې له رحم کولو سخته سزا ورکړي.
د دې دوه پېښو پاېله دا شوه چې د لودر ډېر ملاتړي لودرېزم پرېږدي او د روم له کلیسا سره یوځای شي خو ځنو بیا لودر ته په عیسویت کې د رتبې او ترفیع مشوره ورکړه چې په ټولو ښارونو کې یوه هایر ارچي او مذهبي اداره رامنځ ته کړي او دد ې چارې ممکن کولو لپاره باید دسیکولر شهزادګانو ملاتړ خپل کړي تر څو د خپل سرو کړنو او پرېکړو مخه ونیسي.
د دې فکر او احساس مخالفت سره سره بیا هم لودر په جرمني کې بریالی شو چې سیکولر شهزادګان له هغو مذهبي شهزادګانو سره یو کړي چې خپلې دولتي چارې ېې سیکولر چوکاټ کې کولې.
په کال ۱۵۳۱ کې د لودر ملګرو شهزاده ګانو د اروپا په سیاست کې لویه برخه واخیسته او د سمال کالډ په نامه ېې یو لیګ یا اتحادیه جوړه کړه. دې وخت کې د لودر ملګرو د کتلویک عیسویانو پرضد مظاهره وکړه چې کتلولیک عیسویانو پرې د پروتستانو (مظاهره کوونکو) نو کېښود اوس په دواړو نومونو لودریان او پروتستانو یادیږي.
په کال ۱۵۵۵ کې پنځم چارلز یوه معاهده د ‘اوګزبورګ’ په نامه لاسلیک کړه او د لودرکلیسا ېې په رسمیت وپېژندله.
مارټین لودر |
کلوانېزم
له لودر نه وروسته یوه فرانسوي د جان کلوا په نامه د ۱۵۶۴- ۱۵۰۹ کلونو تر منځ د کلیسا په نظم او په ملک کې د کلیسا په رول کار پېل کړ. ژان کوه چې ډېر خلک ورته ژان کلوه هم وایي د فرانسې په نوایو کې زېږېدلی. پلار ېې کوښښ وکړ چې خپل زوی مذهبي زده کړو ته وهڅوي، له پیلنۍ زده کړو وروسته ېې حقوق ولوستل. کله ېې چې پلار مړ شو نو کلوا د عقایدو ساینس پېل کړ. له بشردوستانو یا انسان ګرایانو سره ېې ناسته پېل کړه او له هغوي سره ېې د خپل فکر په نوښت بحث وکړ او عین حال کې ېې یوناني او عبري ژبه زده کول پېل کړل.
په کال ۱۵۳۳ کې ېې په ریفورم پېل وکړ او په همدې وجه له کتلولیک عسویانو وتښتېده. په کال ۱۵۳۴ کې بال ته ولاړ او هلته پناهند شو. له پناهنده کېدو وروسته ېې د عقاېدو پر اصولو کار وکړ. یو د ترور زوی چې ویتا نومېده دکلوا په فرانسوي ژباړل شوي انجیل کې ورسره مرسته وکړه.
بل کتاب ېې په کال ۱۵۳۶ کې په لاتیني ژبه ولیکه، له دې وروسته د ګایو فارېل په نامه کس جونېف ته دعوت کړ تر څو دغه ښار کې له ریفورم سره مرسته وکړي. هلته چې کله ولاړ هڅه ېې وکړه چې خپل نظریات د خلکو عمل وګرځوي خو دا ډېر ستونزمن کار وه او په عین حال کې له دواړو سره د جونېف حکومت مخالفت وکړ او دواړه ېې له ښار نه وشړل. له دې وروسته مارټین بوسي ستراسبورګ ته دعوت کړ هلته ېې پر خپلو نظریاتو کار وکړ او بېرته د سویس ته ولاړ چې اراده ېې د شپږ میاشتو کړې وه خو د ژوند تر پایه په جونیف، سویس کې پاتې شو.
کلوا د لودر په څېر د انجیل د متن ملاتړ کاوه خو عمل ېې د بشردوستانو د نظر سره
په تطابق کې غوښته.
ژان کلوا
دکتولیک ریفورم
په کال ۱۵۴۵ کې درېم پال فارنېر چې پاپ وه دایټالیا په ټرنټ کې غونډه وکړه، له دې غونډې وروسته د کتولیک عیسویانو اصلي او نړیوال ریفورم پېل شو. دې غونډو له ۱۵۴۷-۱۵۴۵ په دوېم ځل له ۱۵۵۲-۱۵۵۱ پورې او په درېم ځل دجنوري ۲۴ نېټه، کال ۱۵۶۴ کې ریفورم او بدلون ته رایه ورکړه.
په دې غونډو کې د مذهبي خلکو د ژوندڅرنګوالی او د مذهب لپاره اداره، ترفیع او رتبه هم وټاکل شول. خو په پیسو مغفرت اخیستل او د مقدساتو عبادت کې کوم تغیر رانه وړل شو.
په عین حال کې ېې مذهبي محکمې جوړې کړې تر څو د پروتستانو مرګ ته اوتوداګې په نامه د مرګ جزا وټاکي د ارتداد یا له عیسویت نه منکرېدو مخه ونیسي او که څوک مسلمان شي هم ورته جزا باندې محکوم شي.
اوتودافې په اور سوزولو ته وایي کتلولیک عیسویانو دغه جزا باندې خلک تر ۱۸ پیړۍ پورې خلک محکومول.
Comments
So empty here ... leave a comment!