موږک وژونکي کیمیاوي توکي – Rodenticide

هر هغه کیمیاوي توکي, چې موږک او یا نور شخوند وهونکي, کوم چې د فصل او خوړو لپاره افت ګڼل کیږي وژني. د دې حیواناتو ضد (Warfarin) او ( red squill) ډېر کاریږي. دا کیمیاوي توکي د دې حیواناتو په داخل کې خونریزي رامنځته کوي. همداسې (Fumigants) لکه ( sulfur dioxide, carbon monoxide, hydrogen cyanide, and methyl bromide) هم د دې حیواناتو په وژنه کې موثر دي. له دې پرته فاسفورس (Phosphorus)، باریم کاربونیټ مالګه (barium carbonate salt) او ځنې پوډر لکه زینک فوسفیډ او یا نور دې ته ورته لکه (zinc phosphide, white arsenic, thallium sulfate, strychnine, strychnine sulfate, and calcium cyanide) که سره یو ځای شي دغه شخوند وهونکي له منځه وړي. دا توکي د نورو حیواناتو لپاره هم زهري دي. ځنې ېې د عصابو سیستم ګډ وډ کوي او د مرګ لامل ګرځي، ځنې ېې په داخل کې خونریزي رامنځته کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons