میتوکسیکلور – Methoxychlor

د (1,1,1-trichloro-2,2-bis(p-methoxyphenyl)ethane) په نامه هم پېژندل کیږي. بې رنګه اورګانیک هالوجني ترکیب ده او د حشرو ضد په توګه کارول کیږي. دا کیمیاوي توکي DDT ته زېات ورته والی لري خو تر DDTپه اغیز کولو کې چټک دي. لږ مقاومت کوونکي دي او د DDT په څېر د حیوان د شحمو په انساجو کې نه جمع کیږي. د کلورال (chloral) اینسول (anisole) ته له عکس العمل څخه دسلفریک اسیدو په موجودیت کې جوړیږي. سوداګریز میتوکسیکلور ۸۸% کره یا خالص وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons