هایدرو پونیک – Hydroponics

په انګریزي کې ورته (aquaculture, nutriculture, soilless culture, or tank farming) هم وایي. په هغو اوبو کې د بوټو کرنې ته وایي چې غذایي مواد لري. په دې اوبو کې ځنې وخت د ریښو پټولو لپاره شګه یا جغل هم کاریږي. خو ځنې وخت یوازې اوبه وي. په دې اوبو کې نایتروجن، فاسفورس او پتاسیم موجود وي. له دې پرته پکې سلفر، مګنیزیم او کلسیم هم ګډیږي. د وخت له تېردو سره په اوبو کې د دې توکو مقدار کتل کیږي تر څو دغه کیمیاوي توکي او یا اوبه اړتیا په کچه ورزېات شي. ډېر وخت کرهڼپوهانو په بوټو دازموینې لپاره دا طریقه کاروي. 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons